fbpx

سوني سمارټ فون استعمال کړه او پنځه میلیونه ډالر واخله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۴ل): سوني کمپنۍ د سمارټ فون او ټکنالوژي په برخه کې یو له پیژندل شوو کمپنیو څخه دی. دغه کمپني په دې ورستیو کې خپل نوی سمارټ فون بازار ته وړاندې کړی او غواړي د کاروونکو توجه ورته جلب کړي.

سوني دغه سمارټ فون ته د کاروونکو توجه جذبولو په موخه د هالیووډ (Hollywood) سینما پیژندل شوی ممثل ډینییل کریګ (Daniel Craig) څخه غوښتنه کړې چې خپل راتلونکی فلم کې د دغې کمپنۍ نوی سمارټ فون ایکسپیریا ذې ۴ (Xperia Z4) استعمال کړي او په بدل کې يي پنځه میلیونه ډالر واخلي.

د راپورونو پر بنسټ ډینییل نومې دغه ممثل چې په نړۍ کې د جیمز بانډ (James Bond) په نوم ځانګړی شهرت لري د سوني کمپنۍ دغه غوښتنه نده منلې او په ځواب کې ویلي چې زه یوازې د نړۍ تر ټولو غوره تولیدات استعمالوم.

د سوني کمپنۍ دغه غوښتنه د دغې کمپنۍ د ایمیل ادرس له هیک کولو وروسته افشا شوی. هیره دې نه وي چې د ۲۰۱۴ز په وروستیو کې د سوني کمپنۍ اکاونټونه د کوریايي هیکرانو لخوا هیک شوي وو. د سوني کمپنۍ او جیمز بانډ تر منځ لومړۍ ایمیل څخه داسې معلومیږي چې جیمز بانډ له سوني کمپنۍ څخه له دې هم زیاتې پیسې غوښتي.

له ایمیل څخه اخیستل شوي معلوماتو پر بنسټ د جیمز بانډ فلمونو جوړونکي له سوني کمپنۍ څخه غوښتنه کړې چې له دوي سره د ۱۸ میلیونه ډالر په ارزښت یو تړون امضا کړي چې په بدل کې به يي دوي په ځينو فلمونو کې د دغه کمپنۍ تولیدات استعمال کړي.

د لاسته راغلي معلوماتو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ هم ویلي چې دوي د ډینییل په راتلونکي فلم کې د دغې کمپنۍ د تولیداتو استعمال په بدل کې پنځه میلیونه ډالر ورکولو ته تیار دي. دا په داسې حال کې ده چې سامسنګ کمپنۍ یوازې د اعلانونو په برخه ۵۰ میلیونه ډالر استعمالوي.

جیمز بانډ او د فلم جوړولو ډله د سوني او سامسنګ کپمنیو غوښتنې ندي منلي او غواړي خپل دغه راتلونکی فلم کې د نړۍ تر ټولو غوره تولیدات او سمارټ فونونه وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د