افغانستان

له بګرام نه دڅرخي پله زندان ته دبندیانو انتقال پیل شو

.دورکړل شویو راپورونو پر اساس  دبګرام له امریکایی زندان  نه دڅرخي پله  افغاني زندان ته دبندیانو دلیږد بهیر پیل شو.

ویل کیږي دبګرام په امریکايي زندان کې شاوخوا درې زره تنه بندیان دي ،چې یو شمیر یې دپیل شوي بهیر له مخې دڅرخي پله زندان ته انتقال شوي دي. دبګرام  امریکايي زندان هغه وحشي او بدنام زندان دي چې  په وارو-  وارو دبشرحقوقو سازمانونو په نوموړی زندان کې له زندانیانو سره دبد چلند له امله نیوکې کړي دي، اوهمداراز له  همدې زندانه را خلاص  شویو زندانیانو شکایت کړی چې  له بندیانوسره ډیر بد اوغیر انساني چلند ترسره کیږي ،زندانیانو ته جسمي او روحي  شکنجې ورکول کیږي

دبګرام په زندان کې ډیری بندیان داسي کسان دی چې په یوې ډلې پوري هم تړلي نه  دي  دامریکایانو لخوا دعملیاتو په مهال  دغلطو معلوماتو پر اساس نیول شوي او د اوږدې مودې لپاره په غیرقانوني توګه په بند کې ساتل شوي دي، په دې بندیانو کې داسي  کسان هم شته چې عمرونه یې د اویا (۷۰) او اتیا (۸۰) کالوپه شاوخوا کې وي.

له بګرام زندانه یو تن راخلاص شوی بندي  (محمدشفیق )وایي له دوي سره  په پنجره کې  یو تن سپین ږیری زنداني  ملګری وو چې عمر یې تقریبا (۹۰) کالو ته رسیده دا زنداني   دکونړ ولایت اوسیدونکی وو،نوموړي دومره ضعیف چې دکمزوري له امله به په لار سم نشواي تللی.

ډیر زندانیا ن په دې نه دي خوشحال چې له امریکایی زندانه انتقال او افغان حکومت ته وسپارل شي ،ځکه له افغاني زندان څرخي پله نه ډیر وخت له بندیانو سره دناوړه چلند ،وحشت  وهلو ټکولو او حتی دوژلو راپورونه ورکول کیږي،درې کاله وړاندي  دڅرخي پله په زندان کې  بندیانو دبدې وضعې او دخوارکي توکو دکمښت له امله په احتجاج لاس پوري کړ،چې وروسته دزندان دساتونکو له لوري پرې وسلواله حمله وشوه چې دمخامخ ډزو او لاسي بمونو په حمله کې ترڅلویشتو زیات بندیان شهیدان او یو شمیر ټپیان شول.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x