افغانستان

سرنوشت: د اجرايوي ریاست تاييد ناقانوني ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپانې د سیاسي کارپوهانو او د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو له خولې لیکلي چې د ولسي جرګې له لوري د اجرايوي رياست تاييد نا قانوني ده.

تېره ورځ ولسي جرګې له ډېرو ناندریو وروسته اجرايوي رياست د یو بوديجوي واحد په توګه ومانه او د بوديجې د ور ځانګړي کولو سره يې موافق شول.
اج
خو د ولسي جرګې ځينې غړي د بوديجوي واحد په ډول د اجرايو رياست تایید نا قانوني ګڼي او وايي چې د دې پوسټ تاييدونکو وکیلانو له اجرايو ریاست سره پټه معامله کړې ده.

سر نوشت د ولسي جرګې د غړې ارین یون له خولې لیکي چې تر اوسه نه د اجرايوي رياست تشکيل ولسي جرګې ته ور لېږل شوی او نه هم منظور شوی دی، ځکه خو ورته بوديجه ځانګړې کول نا قانوني ده.

د نوموړې په خبره د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي د اجرايو رييس عبدالله عبدالله پلوی دی او په خبره يې د ولسي جرګې غړي د مشر له لوري بې پامه راګېر شول.

هغه وايي چې وکیلان د ماليې وزير د استجواب په تمه ناست و، خو د ولسي جرګې مشر تر هغه وړاندې د اشرف غني فرمان را وړاندې کړل او د اجرايو ریاست د تایید لپاره يې رايه اچونه پیل کړه.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې بلې غړې شکريې بارکزۍ هم ویلي و، چې د ګډ حکومت اجرايو ریاست کوم قانوني حیثیت نه لري،  د هغې په خبره دغه پوسټ د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د شوې توافقنامې له مخې رامنځته شوی، چې په خبره يې دا توافقنامه یوازې د دوو اشخاصو « نوماندانو » تر منځ شوې ده او د دولت په سطحه کوم حقوقي ارزښت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x