افغانستان

مشرانو جرګه هم وايي «امنيتي تړون» دې لغوه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې له امريکا سره شوی تړون باید بېرته لغوه یا هم بیا غور پرې وشي.

د دوی په خبره د دې تړون لاسلیک کومه ګټه نه ده کړې، نه يې امنيتي ستونزې راکمې کړې دي او نه يې هم په اقتصادي برخه کې کوم تاثیر کړی دی.

د مشرانو جرګې غړو په داسې حال کې د تړون د لغوې خبره کړې چې تر دې وړاندې ولسي جرګې هم له ګډ حکومته وغوښتل چې له امریکا سره شوی امنیتي تړون دې بېرته لغوه شي.

د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې وروستیو نا امنیو د ګډ حکومت لوړپوړي پوځي مسوولین هم سخت اندېښمن کړي، مشرانو جرګې پرې غږ کړی، چې د دې تړون لاسلیک د امنیتي پېښو په کمښت کې څه نه دي کړي، ځکه خو باید بېرته لغوه شي.

دغه تړون د تېر لمریز کال د لېندۍ په اتمه د کابل پر وخت د ماسپښین درې بجې د افغانستان، امریکا او ناټو ترمنځ شو. د افغانستان له خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د امریکا له خوا په کابل کې د دغه هېواد سفیر کننگهم او د ناټو له خوا د دې تړون سفیر، موریټس جوکیمز له خوا لاسلیکونه وشول.

د دې تړون د لاسلیک په مهال د ګډ حکومت مشر اشرف غني وویل: «که زموږ خاوره جدي خطر سره مخ شي، بیا موږ خاصه غوښتنه کولی شو. زموږ غوښتنه به تر جدي توجه لاندې ونیول شي.» مګر غني دا «خاصه غوښته» په گوته نه کړه.

له امریکا سره د امنیتي تړون دغه لاسلیک شوی سند د لېندۍ په درېیمه د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې تایید شو.

په یاده ناسته کې د ۱۵۷ استازیو له ډلې دریو تنو خپلې رايې سپینې وکارولي او پنځو تنو نورو د تړون له لاسلیکېدو سره مخالفت وکړ.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي هم له هغه پنځو تنو نه و، چې د تړون له تایید سره سخت مخالف و، نوموړې د تړون په اړه د جوړې شوې ناندريزې فوق العاده غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د دې تړون تایید د کفر د حاکمیت د تایید په مانا دی، او د کفر د حاکمیت تایید کفر ګڼل کېږي.

د تړون لاسلیکوونکي او د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د تېر لمریز کال د تلې په اتمه وویل، چې امريکا او ناټو سره د شويو امنيتي تړونونو څخه د امنيت او سوکالۍ تمه بې ځايه ده او بهرني عسکر يوازې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې مرسته کولای شي او بس.

حنيف اتمر دا څرګندونې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا ناټو او امريکا سره د امنيتي تړونونو له تصويبولو وروسته کابل کې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوه غلام جيلاني ځواک هم وايي چې امریکا په هیڅ ډول د افغانستان په امنیت کې ځان مسوول نه دی بللی، د دوی په خبره دلته چې اوس هر څه کېږي مسوولیت يې همدغه تړون ته راجع کېږي.

ياده دې وي تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیق ويلي و، چې دغه امنيتي تړون «زمو امنیتي ځواکونو ته ژوند ورکوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x