نظــر

د طالبانو نوي عملیات تر اټکل زیات بریالي بریښي

سمیع الله
د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو لخوا د عزم په نامه پسرلني عملیات پیل شول،دعملیاتو په لومړۍ ورځ مطبوعاتو یوازې دا وویل چې طالبانو بلا استثناء د افغانستان په ټولو ولایاتو کې جګړه پیل کړې او حکومتي ځواکونه یي تر بریدونو لاندې نیولي دي، تردې زیات حکومتي او غربي مطبوعات د طالبانو د بریدونو او لاسته راوړنو جزئیاتو ته ورښکته نه شول ، د معلوماتو له مخې د نوي حکومت تګلاره داده چې له پیښو سره د مقابلې په ځای باید د پيښې مطبوعاتي انعکاس کنټرول شي، تیره ورځ د حکومت دوهم سړي ډاکټر عبدالله د خبریالانو په غونډه کې صراحتا همدې پالیسۍ ته اشاره وکړه او ویي ویل چې میډیا باید د طالبانو د لاسته راوړنو خبرونه خپاره نه کړي، د همدې پالیسۍ له مخې حکومتي میډیا د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په لاسته راوړنو خوله پټه نیولې په داسې حال کې چې طالبان لګیا دي یو په بل پسې سیمې لاندې کوي.

د دقیقو معلوماتو له مخې طالبانو د خپلو عملیاتو په دوهمه ورځ د کندز ښار تر ټولو مهمه او پراخه سیمه ګورتیپه په بشپړه توګه په کنټرول کې راوستې په دې سیمه کې یي داربکیانو ۲۱ پوستې له منځه وړي او شاوخوا ۵۱ تنه اربکیان یی له خپلو وسلو سره ژوندي نیولي ، سره له دې چې مطبوعاتو د ورکړل شوي دستور له مخې په دې ستره پيښې خوله پټه نیولې خو د ګورتیپې سقوط دارګ واکمن شوکه کړي او بیګاه ناوخته یي دملي امنیت د شورا غونډه رابللې ترڅو د سقوط په پوله ولاړ کندز د ساتنې لپاره پلانونه طرحه کړي.

د ګورتیپې د پيښې غوندې حوادث د هیواد په نورو سیمو کې هم رامنځ ته شوي دي، د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې طالبانو تیره ورځ څلور پوستې نیولې او پراخه سیمه یي په کنترول کې راوستې، د پکتیکا په جاني خیلو کې بیا ۱۳ تنه حکومتي عسکر له خپلو وسلو سره طالبانو ته اوښتي او پوستې یي خوشې کړي دي.

له بلې خوا د بدخشان په جرم کې لا هم حالت نازک او ماتیدونکي دي، له سیمې نه راپورونه وایي چې د طالبانو په خلاف حکومتي عملیات له سخت شکست سره مخ شوي،ګڼ شمیر حکومتي عسکر وژل شوي او د دفاع وزارت دوه چورلکې د طالبانو د دافع هوا وسلو په مرمیو لګیدلي او راغورځیدلي دي.

د طالبانو عملیات که څه هم مطبوعات ترینه یادونه نه کوي، خو داسې ښکاري لکه دا ځل چې په پوره پلان شوي او سیستماتیک ډول پیل شوي وی، طالبان په تیرو درو ورځو کې توانیدلي چې په درست هیواد کې د حکومت ځواکونه په یوه وخت په جګړو مصروف وساتي، د تعرضي حملو ترڅنګ طالبانو چریکي حملو ته هم زور ورکړی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لوړ پوړو چارواکو له جملې د روزګان ولایت امنیه قومندان ، د کندهار دامنیه قومندان جنرال رازق مرستیال او یو شمیر نور مهم چارواکي دطالبانو په چریکي بریدونو کې وژل شوي دي .

که له یوې خوا طالبانو عملا د ګډ حکومت د ټغر ټولولو کارزار پیل کړی له بلې خوا د ارګ واکمنو او ورسره تړلیو رسنیو یی د شتر مرغ پالیسي اختیار کړې، دوی د طالبانو د دې ټولو پرمختګونو په وړاندې یوازې دا کړي چې سر په خاورو دننه کړي او داسې تصور کړي چې خیر خیرت دی .

مطبوعاتو چې دپیښو د انعکاس هنداره بلل کیږي، د دغو حوادثو په اړه یې کاملا سرچپه تګلاره خپله کړې هغه داچې د جګړې د ورځنیو جریاناتو ، ګټلو او بایللو په اړه باید عامو خلکو ته هیڅ هم ونه وایي.

د نوي حکومت همدا تګلاره او هرڅه په تیاره کې ساتل ددې باعث شوې چې طالبان په ډیره اسانۍ په ډيرو سیمو کې حکومتي عسکر غافلګیر کړي، چې د کندز د ګورتیپې د اربکیانو دلسګونو پوستو یوځایي سقوط ددې خبرې نغد ثبوت دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بدر

دا ده هري ميديا اصول دي. كه د افغانستان ميديا د طالبانو خلاف ده نو تاسي ( نن.اسيا) د افغانستان خلاف. هغه ميديا هم حقيقت نه وايي او تاسي هم. هغه د خپلي ڈلي صفت كوي او تاسي د خپلي. مطلب هغه د حكومت ميديا ده او تاسي( نن.اسيا ) ده طالبانو.

عادل

تاسی دی الله تباه او برباد کړی چی د افغانانو په وینه تویونه خوشحاله کیږی او د جګړی د یوه طرف ملاتړ کوی. زه ستا څخه یوه پوښتنه کوم ایا دا طالبان چی دومره خلک وژنی ددوی ټولو مرګ روا دی ایا په جلال اباد کی چی د کابل بانک مخی ته پیښه وشوه دا ښه کار وشو ایا ######## دا ښه کار دی که د کرزی او غنی حکومتونه غلامان دی نو طالبان غلامان نه بولی زما په اند ته د آی ایس آی ایجنټ را معلومیږی خو لنډه داچی د افغانستان طالبان هم افغانان دی ملی اوردو او… نور لوستل »

سعید سلطانی

سمیع الله صاحب دغه 51 ازبکیان که د اسلامی امارت لخوا خوشی شی فکر کوم دا به د هغو اشخاصو چی د گوداگی اداری سره یو زای دی زیات موثر او شه پایله لرونکی تمام شی زکه زیات وخت عفوه کول د دیرو بریالیتوبونو لپاره لار هواروی. تر دی چی ووژل شی دا به شه وی چی په شه نرمه لهجه خوشی شی. دا به د نورو اشخاصو په زرونو کشی هم د اسلامی امارت مینه زیاته کری. البته دا زما نظر دی پر چا باندی یی د تپلو حق نه لرم او په دی هم پوهیژم چی زما سخه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x