سیند په کوزه کې؛ اوومه برخه

حامد افغان
خجالت

په لوی بڼ کې په یوه چوکۍ غمژن غوندي ناست و، په بڼ کې ګڼ شمیر خلک وو څوک په لوبو لګیا وو ځینو مجلسونه کول او.. لیري یې یوه میرمن وليدله، مخ او رنګ یې ښه نه پیژندل کیده خو ظاهري حالت او د زرکي غوندي تګ یې ډېر دلچسپ و، دلته یې خپله غومبسه او بې نزاکته تيزه میرمن زړه ته ودریدله او پخپل حال یې تاسف وکړ، لیږ وروسته ورته ځیر شو هغه میرمن د ده لور ته راروانه وه، او یو ماشوم هم ورسره و، له ځانه سره یې وویل: دا دنګه او په ناز او نخرو روانه به د کوم بختور ښځه وي روزي یې شه، لیږ ځنډ وروسته چې ښځه رانږدې شوه سخت وشرمیدی او پخپلو تیرو فکرونو خجالت شو ځکه هغه یې خپله میرمن او ماشوم یې زوی و.

د ضاد او ظاء توپیر

میړه او ښځه دواړه قاضي ته حاضر شول، ښځي د میړه له بد چلند نه شکایت کاوه او قاضي ته یې وویل: قاضي صاحب نوره به مې ګذاره کړې وه خو پرون یې په مټ خوله راولګوله او غوښي یې په غاښونو رانه وشوکولې، قاضي یې میړه ته وویل: د خولې لګولو، چیچلو او داړلو.. حق نه لرې ولې مو داسي وحشت ته خوله ..اچوله؟!!، هغه ورته وویل: صیب د چيچلو حق ولې نه لرم؟؟ قرانکریم وایي چې بیلاري ښځي چیچلی شئ، ایت کې راغلي:” فَعِضُوْهُنَّ ” (یعني ویې چیچئ)،قاضي غوسه شو او ورته ویې ویل: احمقه! د “ض” او “ظ” په توپیر نه پوهيږې، قرانکریم کې ” فَعِظُوْهُنَّ ” راغلي دي (وعظ او نصیحت ورته کوئ) .

مور

کله به چې پلار وهلم مور به ورنه خلاصولم، یوه ورځ مې دې ته فکر شو چې که مور مې ووهي پلار به مې څه کوي .. دې اندیښنې د ازمویني په نیت له مور نه سرکښي ته وهڅولم، راته کړه یې: له بازاره سودا راوړه، مال نه یې راوړم، سبق ته ولاړ شه، ښه ناوخته ولاړم، نوې جامې مې په ورځ کې خیرني کړې، د خبرو لهجه مې تروشه او ترخه کړه او په دې یقین شوم چې اوس مې د مهربانه مور د صبر کاسه ورډکه کړه او د هغې له خوا د برید انتظار مې کاوه، خو عجیبه خبره پېښه شوه! په غیږ کې یې ټینګ ونیولم، راته کړه یې: په تا څه شوي زویه! ناروغ خو به نه یې؟ دلته نو زما د میني اوښکي رواني شوې او د تمکیدو نه وې.

مرسته

یوې کمپنۍ د وظيفو اعلان کړی و، بیخي تیز ورروان وم، په لاره کې یوه سړي ته موټر ټایر ور پنچر کړی و او ورته ولاړ و، په ما ناوخته هم وه خو ورته ودریدلم، سړی له رنګه شتمن او نازولی ښکاریدی، ټایر مې ورته بدل کړ او په منډه مې کمپنۍ ته ځان ورساوه، هلته مې فوق العاده او زبردسته وظیفه ترلاسه کړه، ځکه همدا سړی چې موټر یې پنچر و د کمپنۍ مشر مدیر وخوت.

قــــــــــــــبر

د یوه غریب سړي او ماشوم زوی څنګ ته یې جنازه تیریدله، له جنازې سره څو ښځي هم وې، یوې یې ویل: اوس به دي داسي کور ته ورسوي چې نه فرش لري نه پردې، نه قالیني لري نه تکيې او نه ډوډۍ شته نه اوبه، غریب سړي ته خپل ماشوم زوی وویل: پلارجانه! دا زموږ کره وړي؟ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د