
ای پي ایل: بنګلور د ډیلي لوبډلې ته نه هیریدونکی ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۲۶مه لوبه د رویال چیلینجر بنګلور او ډیلي ډییر ډیولز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د ډيلي لوبډلې سخته ماتې وخوړه.
بنګلور لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د بنګلور لوبډلې لوبغاړي خپل د لوبډل مشر پریکړه تر ټولو غوره پریکړه ثابته کړه.
د ډیلي پیاوړي توپ وهوونکي دغې لوبې کې د بنګلور لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. دغه لوبه کې ډیلي لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۹۵ منډې جوړې کړې.
دغه لوبه کې جادف په ۲۹ توپونو د ۴ څلوریزو په مرسته ۳۳ منډې جوړې کړې او د ډيلي لوبډلې لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.
د ډیلي لپاره اګروال ۲۷ او ډومیني ۱۳ منډې جوړې کړې. له یادو شوو لوبغاړو پرته د ډيلي ټول توپ وهوونکي په دوه، درې او څلورو منډو وسوځیدل.
د بنګلور لوبډلې ټول توپ اچوونکي غوره او پیاوړی توپ اچوونه وکړه او د ډيلي لوبډلې پیاوړي لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ.
دغه لوبه کې د بنګلور لوبډلې لپاره سټارک په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې او درې ویکټې، ارون په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې او دوه ویکټې، وییس په ۳.۲ اورونو کې ۱۸ منډې او دوه ویکټې، پټېل په ۳ اورونو کې ۱۴ منډې او یوه ویکټه او اقبال عبدالله په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې او یوه ویکټه واخیسته.
بنګلور لوبډلې د کرېس ګېل او ویراټ کولي غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف یوازې په ۱۰.۳ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړه.
دغه لوبه کې د بنګلور لپاره کرېس ګېل یو ځل بیا غوره، چټکه او پیاوړی توپ وهنه وکړه. کرېس ګېل په ۴۰ توپونو د شپږ څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې.
ویراټ کولي هم دغه لوبه کې خپلې لوبډلې لپاره په ۲۳ توپونو د شپږ څلوریزو په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې. ویراټ کولي او کرېس ګېل د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.