نړۍ

میران شاه ته نیژدې د بی پلوټه الوتکو په بمبار کې لس تنه وژل شوي

drone attack on wazeristanنن ټکی آسیا: نن سهار د امریکايي بې پلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
دغه برید نن سهار د افغانستان پولي ته نیژدې د شمالي وزیرستان په سیمه کې میران شاه ته نيژدې شوی، چي پاکستاني ځایی چارواکي په کښي د ځايي وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، او زیاته وي چي برید د طالبانو پر یو عسکري مرکز تر سره شوی دی.
چارواکي وايي چي په برید کې د طالبانو بمبار شوی مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی.

که څه هم پاکستاني او امریکايي چارواکي د بی پلوټه الوتکو د بریدونو په اړه وايي چي وسلوال او د حکومت مخالفین په نښه کوي خو په دې ورستیو کې ډیر داسي را پورونه نشر شول، چي ویل یې امریکايي الوتکي یوازي وسلوال نه په نښه کوي، بلکي د عامو خلکو کورونه، مجلسونه، هدیرې او جنازې يې هم په څو څو ځله بمبار کړي.
او هغه خلک په خاصه توګه په نښه کوي کوم چي د امریکايي بی پلوټه الوتکو له خوا د بمبار وروسته مړي او ټپيان ټوله وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x