ورزش

انګلینډ د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): د انګلینډ او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه چې د اپریل په ۲۱مه پیل شوې وه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده.

انګلینډ لوبډلې د دغې لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچوونې پریکړه وکړه. ویسټ انډیز د سمیولز غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۹ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره سمیولز تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. سمیولز په ۲۲۸ توپونو د ۱۴ څلوریزو په مرسته ۱۰۳ منډې جوړې کړې او د سټوکس په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل. دغه لوبه کې براډ د انګلینډ لوبډلې لپاره څلور ویکټې واخیستې. براډ خپل ۲۴ اورونو کې یوازې ۶۱ منډې ورکړې.

دغه لوبه کې انډرسن دوه، جورډن دوه، علي یوه او سټوکس یوه ویکټه واخیسته.

انګلینډ خپل لومړۍ وار توپ وهنه کې د رووټ غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۶۴ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ توپ وهوونکي هم غوره لوبه وکړه. دغه لوبه کې د انګلینډ لوبډلې لپاره بیلینس په ۱۸۸ توپونو ۷۷، کوک په ۲۱۱ توپونو ۷۶ او ټروټ په ۱۴۷ توپونو ۵۹ منډې جوړې کړې.

رووټ دغې لوبې کې په ۲۹۹ توپونو د ۱۷ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته ۱۸۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لپاره بېشو تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. بېشو خپل ۵۱ اورونو کې ۱۷۷ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

ویسټ انډیز خپل دوییم وار توپ وهنه کې د برات ویت غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۷ منډې جوړې کړې.

ویسټ انډیز لوبډلې لپاره برات ویت په ۲۵۲ توپونو د ۱۴ څلوریزو په مرسته ۱۱۶ او براوو په ۱۴۷ توپونو د ۱۲ څلوریزو په مرسته ۶۹ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره انډرسن او علي ښه وځلیدل. انډرسن خپل ۲۲ اورونو کې ۴۳ منډې او څلور ویکټې او علي خپل ۲۴ اورونو کې ۵۱ منډې او درې ویکټې واخیستې.

انګلینډ لوبډلې د ۱۴۳ منډو په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او ټاکل شوی هدف یي یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د انګلینډ لپاره کوک په ۱۲۱ توپونو د اته څلوریزو په مرسته ۵۹ او بیلینس په ۱۲۶ توپونو د اته څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۸۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x