افغانستان

کندوز کې د جګړې دواړه لوري د درنو تلفاتو دعوې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د خپلو نویو عملیاتو په درېیمه ورځ يې په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه عسکر او ۷ لوړ پوړي پوځي منسوبین وژلي دي.

د طالبانو خبرپاڼې له مخې په هلمند، فراه، هرات، روزګان، زابل، فاریاب، بادغیس او ګڼو نورو ولایتونو کې ۵۹ بریدونه کړي دي، چې پکې يې ګڼې پوستې تر واک لاندې راغلې او ۳۲ تنه عسکر ورته تسلیم شوي دي.

د کندوز د والي ویاند عبدالوسع باسل بیا وايي چې د کندوز په بېلابېلو نښتو کې ۲۹ طالبان له منځه تللي، اته عسکر وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

طالبانو په روزګان کې د نوي امنیه قومندان ګلاب خان، د کابل بانک رییس جبارخان، په هلمند کې قومندان جان ګی، قومندان عابد، قومند ننګیال او قومندان زین الدین او په هرات کې د قومندان حميد د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو خبرپاڼه وړاندې کاږي چې تېره ورځ د پکتیکا په جانخيلو ولسوالي کې ۱۳ او د فاریاب په چهلګزي کې د قومندان په ګډون ۱۷ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د هېواد په شمالي ولایت کندوز کې ښار ته څېرمه د طالبانو وړاندې تګ ګډ حکومت اندېښمن کړ او د مخنیوي لپاره يې زمری پیکان د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو مسوول وټاکه.

دولتي سرچینو خبر ورکړ، چې طالبان يې له ګورتېپې سیمې نه په شا تمبولي دي، خو طالبان وايي چې دوی په ګورتېپه، امام صاحب او علی اباد کې ۱۵ بریدونه کړي، چې پکې ۷ پوستې تر خپل واک لاندې راوستې او په ګورتېپه کې يې پنځه ټانګونه او دوه رینجر موټر تخریب کړي او پنځه ټانګونه او درې رینجر موټر يې روغ نیولي دي.

یاده دې وي طالبانو تېره جمعه د عزم په نوم نوي عملیات پیل کړي، چې د شنونکو په باور تر پخوانو هغو يې ډېر توند او پراخ عملیات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x