افغانستان

غزنی: خنجر عملیاتو کې لسګونه کورونه نړول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت په مقر، ناوه او ګیلان ولسوالیو کې د دولت له لوري د خنجر په نامه عملیاتو کې د ولسي وګړو لسګونه کورونه نړول شوي او هغوی له سیمې شړل شوي دي.

د ګیلان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د سیمې اربکیان د اردو او پولیسو په ملاتړ د دوی په کورونو چاپې اچوي، ماشومان، ښځې او د کورنۍ نور غړي له کوره وباسي او کور په بشپړ ډول چور کړي، سامانونه يې خپلو پوستو ته يې يوسي او کور ونړوي.

د ګیلان ولسوالي د خانان کلي یو تن اوسېدونکی چې کور د اربکیانو له لوري نړول شوی او دی ترې شړل شوی، د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې اربکیان، اردو او پولیس مې بې پامه په کور راننوتل.

د ده په خبره تر څو چې يې خبرې ته خوله جوړوله هغوی يې لاسونه تر شا ور وتړل د کورنۍ له ټولو غړو سره يې د باندې را ویوست او د خپل کور د چور او نړېدلو نندارې ته يې ودراوه.

هغه وايي د ملي اردو عسکرو ته يې ډېرې زارۍ وکړي چې سامان دې ټول یوسي خو له دېوالونو کړکۍ او دروازې مه وباسئ، خو په خبره يې هیچا يې خبرې ته غوږ نه نیوه.

دغه عملیات چې تر لس ډېرې ورځې يې ووتې دولتي امنیتي ځواکونه په یوه کلي کې دېره او د عیني شاهدانو له قوله کوم پرمختګ يې نه دی کړی.

تر دې وړاندې د غزني په ده یک او شلګر کې هم ولسي خلکو د دولتي عسکرو له لوري د پراخې ولسي وژنې له امله د غزني ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ او د دولت له لوري هر ډول عملیات يې یوازې د ولس د ځورونې، وژنې او بې عزتۍ لړۍ وبللې.

یاده دې وي دولتي امنیتي ځواکونو هلمند کې هم ذوالفقار پنځه پنځوس ورځني عملیاتو یوازې په سنګین ولسوالي کې د خلکو ۱۵۰۰ کورونو او باغونو په نړولو پای ته ورسول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x