پيښور: د اورښتونو له کبله ۳۹ تنه مړه او سلګونه نور ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): تیره شپه د پاکستان د خیبرپختونخوا په ایالت کې د تیز باد او باران له کبله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي، او ګمان کیږي چې د مرګ ژوبلي دغه شمېره به نوره هم لوړه شي.

ډیره مرګ ژوبله د خیبر پختونخوا په اکبر پوره، نو شهره، چارسده، بادني، او د بدو په سیمو کې را منځته شوې، چېري چې ځیني کورونه او دیوالونه نړېدلي، او زیاتره قربانیان ښځي او ماشومان ښودل شوي دي.

د خیبرپختونخوا د صحت ادارې او د طوفانونو او طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارو بیړنۍ حالت اعلان کړی او په روغتونو کې یې ټولو ډاکټرانو ته امر کړی چې په روغتون کې د کار لپاره اماده اوسي.

باید وویل شي چې د هوا پيژندي ادارې ویلي چې د نور تیزو بارانونو او اورښتونو امکان هم سته، او کیدای شي له دغو بارانونو سره مرګ ژوبله نوره هم زیاته سي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د