د نن سرلیکنه

د یوې فاجعه زیږوونکې ورځې یاد

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ثور اوومه زمونږ د هیواد په تاریخ کې د یوې تورې او فاجعه زیږوونکې ورځې په حیث پیژندل کیږي.

په همدې ورځ ملحدو کمونستانو د پوځي کودتا له لارې د افغانستان سیاسي زعامت تر لاسه ، او په ملت باندې یې د ویرونو او ماتمونو دروازې را خلاصې کړې.

افغاني کمونستانو غوښتل د همدې خونړۍ کودتا له لارې افغانستان هم د منځنۍ آسیا د هیوادونو په څیرد لوی شوروي اتحاد یوه برخه او د کرملین په مرسته پر افغان مسلمان ولس الحادي پوچه مفکوره تحمیل کړي.

ملحدو کمو نستانو چې د خپلې سیاسي واکمنۍ پیل لومړنۍ ورځ یې په وژنو او وینو تویولو پیل کړه همداسې د دوی د بد مرغې واکمنۍ تر وروستیو شیبو پوري د افغان ولس د وینو تویولو، وژنو او ویرونو لړۍ دوام درلود.

که څه هم چې د کمونستانو انقلاب د کور، کالي، ډوډۍ تر شعار لاندې پیل شو،خو افغانانو د دوی په حاکمیت کې له وژونو، ویرونو او مهاجرتونو پرته هیڅ هم نه ولیدل.

اوس چې د ثور له خونړۍ کودتا څخه ۳۶ کاله تیریږي لاهم افغانان د هغې د وحشتونو او جنایاتو له امله کړیږي ؛ همدا لامل دی چې افغانان د ثور انقلاب ته د فاجعه زیږوونکې پیلامې په سترګه ګوري او نن چې هره فاجعه او ویر ورباندې راځي عامل یې هماغه کمونستي کودتاچیان ګڼي چې غوښتل یې د ټانګ او توپ په زور خپله کفري مفکوره پر افغانانو تحمیل کړي.

نن چې له هماغې ورځې څخه دری نیمې لسیزې تیریږي او د کمونیستي جنایاتو او وحشتونو اغیزې لا هماغسي د افغانستان په هرکلې او کور ښکاره دي د یوه بل یرغل په نتیجه کې منځته راغلی حاکمیت کوښښ کوي چې د ډیموکراسۍ او آزادي ترنامه لاندې وارداتي افکار پر افغانانو وتپي.

کاشکي د افغانستان اوسنیو حاکمانو او د هغوی حامیانو د افغانستان تیر ۳۶ کلن جریانات په غور سره تر نظر تیرکړي ، له هغو څخه یې عبرت اخیستی او بیايې د هغوی په رڼا کې له افغان ولس سره د تعامل لاره خپله کړې وای.

دریغه چې دوی دا حقیقت درک کړی وای چې افغان ولس او د افغانانو خاوره په هیڅ صورت د اجنبي افکارو او اجنبي پلانونو د تحمل زغم نه لري او که هرڅوک ورباندې د هغوی د ارادې خلاف اجنبي افکار تحمیلوي نتیجه به یې هغه وي چې هم به استیلاء ګر لوری له فضیحت سره مخ کیږي او هم به د افغانانو ټاټوبی د ویرونو او ماتمونو په مرکز بدلیږي.

اوس چې هم نړیوال او هم خپله افغان چارواکي دلته د هغې جګړې د خاموشه کولو هڅې کوي کومه چې ۳۶ کاله وړاندې د ثور د کودتا چیانو له خوا پیل شوې، هغوی باید تر هرڅه وړاندې د جګړې اصلي عامل درک او د هغه په له منځه وړلو سره افغان غمیزې ته دپای ټکی کیږدي.

که نور هم دلته د پردي حمایت په مټ پر افغانانو د واکمنۍ کولو هڅې کیږي ، اویاهم له پردیو څخه د هیواد د امنیت د تأمین هیلې کیږي دا به په دې معنا وي چې مونږ له تیرو دری نیمو لسیزو تجربو څخه هیڅ نه دې زده کړي او لا هم غواړو د ثور دکودتاچیانو په څیر خپل حاکمیت ته د وینو تویولو او وژنو له لارې دوام ورکړو .

د ثور د اوومې د عاملینو او حامییینو مخ دي تور وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x