اشرف غني د نظامي مرستو د راجلبولو په موخه يو ځل بيا هند ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني نن په يو رسمي سفر يو ځل بيا په داسې وخت کې هند ته ځي، چې هندوستان د نوموړي له وروستيو فعاليتونو او پاليسيو نهيلی ښکاري.

هندي رسنۍ وايي، چې ولسمشر اشرف غني به د هندوستان صدر اعظم نريندرا مودي او نورو هندي چارواکو سره د دوه اړخيزه اړيکو، ستراتيژيکو همکاريو او استخباراتي معلوماتو د شريکولو په اړه خبرې اترې وکړي.

له نوي ډيلي خپرېدونکې «لايو منټ» ورځپاڼې ليکلي، چې اشرف غني به نن دو شنبه ناوخته پلازمېنې ډيلي ته رسيږي او هندي چارواکو سره به د طالبانو د پسرلنيو «عزم» عملياتو او هغوی سره د مذاکراتو په اړه سلامشورې وکړي.

هندي رسنۍ زياتوي، چې نړيوالو ځواکونو «ايساف» د تېر کال په پای کې افغانستان کې خپل پوځي ماموريت له پای ته رسولو سره د طالبانو بريدونو او پرمختګونو کې زياتوالی راغلی او افغان حکومت د طالبانو وروستيو بريدونو وارخطا کړی او له همدې امله کېدای شي اشرف غني د خپل سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو د نظامي مرستو غوښتنه وکړي.

د هند صدارت ماڼۍ ځينې کارکوونکي وايي، چې نريندرا مودي په دې تمه دی، چې له افغان ولسمشر څخه د افغانستان د امنيت او په دې اړه د هند د مداخلې په اړه څه واوري.

لايو منټ زياتوي: «اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته پاکستان، چين، سعودي عربستان، امريکا، ايران او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او هند د نوموړي دا ټول سفرونه په ډېر دقت څاري.»

د هندوستان د بهرنيو چارو وزرات پخواني سکرتر کنوال سایبل وايي، چې هند ته د اشرف د سفر په ترڅ کې به د افغانستان په داخلي امنيت، اقتصادي او ستراتيژيکو همکاريو، طالبانو سره د مذاکراتو او افغانستان د پاکستان او چين د رول په اړه خبرې اترې وي.

د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې هند په تېرو ديارلسو کلونو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ښې اړيکې درلودې او نوموړي د پاکستان په پرتله د هند رول په افغانستان کې مهم باله او د اشرف غني په راتلو هند له افغان حکومته له دې امله نهيلی ښکاري، چې نوموړي د هند پر ځای پاکستان سره اړيکې زياتې کړي دي.

د کارپوهانو په اند هند له اشرف غني خوابدی دی او هڅه کوي، چې د اشرف غني توجه له پاکستانه د هند پر لور واړوي.

دا چې اشرف غني به د سيمه ييزو هېوادونو تر منځ د رقابت او دوستۍ بيلينس تر کومه وساتلی شي، کارپوهان وايي، چې اشرف غني د سيمې له جغرافيايي سياست سره نا بلده دی او دی نه شي کولای د پاکستان، هند او نورو هېوادونو تر منځ د اړيکو توازن وساتي، نو له همدې امله هند ته د نوموړي سفر ډېر بریالی نه ښکاري.
د يادونې وړ ده، چې اشرف غني د تېرې مياشتې په ۲۷مه نېټه هم هند ته په يو رسمي سفر تللی و.

د پېښو څارونکي او د ملي شورا ګڼ غړي د ولسمشر پر سفرونو نيوکې کوي او وايي، چې د کورني سياست او حکومتدارۍ پر ځای اشرف غني بهرني سفرونه کوي، چې تر اوسه يې دغه سفرونه بې پايلې بلل کيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د بهرني سياست ټول بنسټ پر کورني امنيت او سياست ولاړ دی او تر څو چې په کور دننه د ګډ حکومت دواړه لوري په خپلو کې سره يو نه شي او هېواد کې امنيت او ثبات را نه شي، د ګډ حکومت د مشرانو سفرونه به هېڅ پايلې ونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د