افغانستان

طالبان: «ځینې رسنۍ» به د ملت له محاسبې سره مخ شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي لرې نه ده، چې ځينې هغه رسنۍ چې د استخباراتي موخو لپاره ورنه ګټه اخیستل کېږي د ملت له محاسبې سره مخ شي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې ويلي چې ځینې رسنۍ د استخباراتي موخو لپاره له رسنیزو اصولو او اخلاقو پښې اړوي، چې ډېری وخت يې یو اړخیزې «اتهام تړونکې ادعاوې» خپرې کړې دي.

طالبانو دغه څرګندونې په هغه اعلامیه کې کړې چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له لوري د جوړې شوې ویډیو په غبرګون کې يې خپره کړې ده.

د ملي امنیت ریاست تېره ورځ رسنیو ته یو داسې ويډیو کليپ لېږلی چې پکې یو تن ځان سرتېری بریدګر معرفي کوي او وايي چې په ننګرهار کې پرې ځینو لوړپوړو طالب چارواکو جنسي تېری کړی.

طالبانو دغه ویډيو جعلي او د دوی د اوسنیو پراخو بریدونو په وړاندې د ګډ حکومت د کمزوری ښکاره نښه بللې ده، رسنیو د طالبانو له نظر پرته دغه ویډیو په پراخ پوښښ خپور کړی، چې د طالبانو توند غبرګون يې راپارولی.

طالبانو په رسنیو هم غږ کړی چې «لومړی خو رسنۍ نه باید دومره ډير له خپلو رسنیزو اصولو پردي او ټيټ اخلاقه شي چې مخامخ ورڅخه د استخباراتي موخو لپاره استفاده کيږي، دوهم داچې په داسې موضوعاتو کې چې د دښمن تشه بدنامونکي او اتهام تړونکي ادعا ده، باید دمقابل جهت دنظر او دريځ هم درناوی وشي او د راپور ورکولو په وخت کې بې له کومې لاس وهنې نشر شي.

که داسې نه وي، نو لرې نه ده چې دغه ډول یو شمیر په نامه بې بندوباره رسني چې د دښمن د پروپاګند او بدنامونکو افواهاتو دنشر مراکز ترې جوړ شوي دي، د افغان ملت له محاسبې سره مخ شي.»

دا لومړی ځل دی چې طالبان پخپله رسمي اعلامیه کې رسنیو ته ګواښ کوي، خو دوی نه دي ویلي چې دغه رسنۍ غږیزې، چاپي او که برېښنايي دي او نه يې هم دا ویلي چې د «ملت محاسبې» په وخت به يې اشخاص او که مرکزي دفترونه په نښه کېږي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم طالبانو پرلپسې په رسنیو غږ کړی، چې د رسنیزو اخلاقو او اصولو له مخې په یوه راپور کې باید د دواړو لوریو نظرونه راونغاړل شي، خو لا هم د خپلواکو رسنیو په نامه ډېر داسې مرکزونه شته، چې ښايي طالبان يې د ملت د «محاسبې» وړ وبولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ریحان

او عزم والاوو ( طالبانو) ! قسم په خدای چه دا رسنی د دشمن لوډ سپیکرونه دی ، دوی نه دین پیژنی، نه اخلاق پیژنی، نه غیرت پیژنی او نه اففانیت ، قسم په خدای چه ستاسی په ځای وای اول به می طلوع تلویزون ورپسی دا نور د خاورو سره خاوری کول.

زرین-کابل

ورونو.نودغورسنیواوخبریالانوته ترزنی کیناستل له دین اوملت سره جفاده.سه درپرایشی.کوم حدودیی مراعت کری.تول دخارجی استعمارسپی دی.لکه کعب بن اشرف چی دصحابه وو.مبارکوبیبانوته پخپله اشعاروکی ناوره کلمات کارول.رسول الله یی دترور امر وکر.کوم صحابی چی داغزا وکره.هغه داسلام په تاریخ سومره ستر مقام لری.دغه کفری استعمارزیگولی فرهنگیان په شرابو ویدیگی په شرابو راپاسی.تول ماحول اوتصوریی فحشاوی.ددغو وژل دیره ستره غزاده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x