شعـــــرونه

لاس تــرزنـې ناست يــم

وطــن مي خپـــل واک يې دبل دى لاس تــرزنـې ناست يــم
په کـــــــوراوکلـي مـــي اوربــل دى لاس ترزنــې ناست يــم

ورورمي بـــادشــاه دي خــيــژوي مــي بــې ګـــــناه ودارتـــه
قسمت خـــارکــــړى راته ګل دى لاس تـــرزنې نــاســت يـــم

هرلــورچي ګـورم شـــرمــاشـــوردى ســـرې ګولۍ اوريـږي
پروت په سـرووينو کي مي خپل دى لاس ترزنې ناست يم

دسپيـن جومــات مـنارړنګ شــوى امــام پروت بې روحه
ګارغــه چغــيږي چــف بلبـــل دى لاس تـــرزنـې نــاسـت يم

نن پــتـــلـــــون کــــــــړي شمــــلـــوروتـــه جـــرګــــې ورښــــئ
په پښتــني دودجــوړغـــوبــل دى لاس ترزنــې نـاست يــم

ځمـــــه سـنــګـــرتــه غـــــــوړوم لمــــن دديـــن لښــــکـــــــرته
راته زنــدان ښــــکلى کابــــل دى لاس تـــرزنې نـــاسـت يم

الهامــه ! مــاغـــوندي خطـــا په خـــرقه پوش چــي نه شې
پام چــي لستـــوڼـي کي لاس بل دى لاس ترزنې ناست يم

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x