mark-zuckerberg

د فیسبوک څښتن لټ زوګبرګ.. په اونۍ کې ۶۰ ساعته کار کوي او یو کتاب لولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د نړۍ اکثریت وګړي په اونۍ کې په اوسط ډول ۴۰ ساعته کار کوي، خو د ګارډین ورځپاني په وینا د لویو شرکتونو مدیران لږ تر لږه ۶۰ ساعته کار کوي.

د فیس بوک مشر مارک زوګبرګ درمیانه رویه لري، نوموړی یو لټ مدیر بلل کیږي، ځکه چې تر ۵۰ زیات او ۶۰ ساعته کم کار کوي، خو زیاتوي چې زما عمر ټول کار دی.

د نوموړي څخه په فیسبوک کې یو چا پوښتنه کړې چې ته څومره کار کوې؟
نوموړي وویل: ددې پوښتني جواب د هغه څه سره تړلی دی چې تاسو یې کار بولئ، زه ټول وخت په دې باندي فکر کوم چې زه څرنګه د نړۍ وګړي سره وتړم، او خپلي ټولني ته په ښه توګه ګټه ورسوم، او دا وخت اکثره په دفتر کې نه یم، که له دې زاویې ورته وګورئ، نو زما ټول عمر کار دی، او که له هغه زاویې ورته وګورئ چې خلک یې په رشتیا په کار شماري، لکه په دفتر کې پاته کېدل، د خلګو سره ملاقاتونه کول وغیره، نو هغه کار په اونۍ کې د ۵۰ څخه بیا تر ۶۰ ساعته پوري دی، او نور وخت ټول زه په فکر او لوستلو باندي تیروم.
که وکتل سي، زه خپل ټول عمر خپل د هدف په خاطر په سوچ او فکر تیروم، او دا زما ټول ژوند دی.

د لوست او فکر وخت:

مارک د خپل شرکت د نوري ودي او ارتقاء لپاره خپل د کار وخت یوازي تر خپل دفتر پوري نه تړي، بلکي وايي چې خپل ټول عمر یې د همدې کار لپاره وقف کړی، او ټول عمر فکر او لوست کوي.
نوموړی وايي چې په اونۍ کې یو کتاب لولي، او کال ۲۰۱۵ د کتابونو کال بولي.
نوموړی وايي چې په ورځني مشغولتیا کې د بلي ژبي زده کړه، او ښکار ته وتل هم د ځان لپاره مهم چلینجونه بولي، او تل هڅه کوي چې وخت ورته پیدا کړي.
مارک وايي د لوست تر څنګ زه هڅه کوم چې چینائي ژبه زده کړم، او زیاتوي چې تر څو یو ژبه په ښه توګه زده سي، باید هغې ته وخت روکړه سي، او پرېښودل سي چې په دماغ کې وګرځي را وګرځي، تر څو خبري په کول اسانه سي.

د نورو مدیرانو په نسبت لټ مدیر:

د ګارډیان ورځپاڼي په وینا د نورو لویو شرکتونو په نسبت مارک یو لټ مدیر بلل کیږي، ځکه چې نور تر ۸۰ ساعته هم کار کوي.

د امریکايي شرکت AOL مشر ټیم ارمسترونګ وايي چې سهار پر پنځه بجې را پاڅي، پر اوه بجې کار ته ځي، او هره ورځ پوره ۱۲ ساعته کار کوي.

په برتانیه کې د استثماري شرکت (نیوټون) مشره هیلینا موریسیي وايي زه د سهار پنځه بجو څخه د برېښنالیکونو په استولو او جوابولو پیل وکړم، او کله کله تر دې هم وختي کښينم، تر څو ځیني بند کارونه خلاص کړم، او د شپي اکثره ډیره ناوخته بیدیږم، ځکه چې زه د راتلونکې ورځي لپاره په پروګرام جوړولو مصروفه اوسم.

د فوډافون شرکت مشر فیتویرو کولا وايي چې د شپې تر ۱۱ بجو کار کوي، او سهار کار ته تر تګ مخکې ۴۰ دقیقې ورزش کوي.

د ځینو نورو لویو بین المللي شرکتونو مشران وايي چې دوی پر ۳ نیمي بجې سهار را ويښيږي، او د شپي تر ناوخته بیا کار کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د