افغانستان

نيپال: د زلزلې د قربانيانو شمېر له درې زرو واوښت، سلګونو لا هم ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): نيپال کې د درنو زلزلو له امله لکونو خلک بې کوره شوي او تر اوسه له ۳۲۱۸ کسان مړه شوي او زرګونو خلک لا هم ورک دي.

د نيپال پلازمېنه کټمنډو او نورو ښارونو کې لکونو خلک بې کوره شوي او زرګونو کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي.
د نيپال د بېړنوي مرستو ادارې مشر رامېشور ډانګل وايي، چې د زلزلې له امله د ټپي شوو کسانو له شپږو زرو زيات شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د نيپال ګاونډيو هېوادونو کې هم د اوسنيو زلزلو له امله ۹۰ تنه مړه شوي او سلګونو نور ټپيان دي.

د تېرې يکشنبې پر ورځ نيپال کې ۶،۷ درجې زلزلې له درې زرو زيات کسان مړه کړي او شاوخوا اوه زره يې ټپيان کړي او اوس هم لکونو خلک د زلزلو د جټکو له امله پر سړکونو او پارکونو کې ناست دي او وېريږي، چې نورې زلزلزې را نه شي.

نيپالي چارواکي وايي، چې د ژغورنې چارې روانې دي او د زلزلې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې د زياتېدو امکان هم شته.

د پاکستان، چين او هند په ګډون ګڼو هېوادونو د زلزلې له قربانيانو سره د مرستو لپاره خپلې مرستندويه الوتکې او ژغورونکې ډلې لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x