ادبي لیکني

لنډه کیسه: سرکس- لیک: تاج رحيم

” او ما سرکس خرڅ کړو“

 ” ولے بابا ! سرکس د ولے خرڅ کړو؟ ته وائي چې ډير ښه چليدلو“  آدم خان رانه تپوس اوکړو ـ آدم خان زما کشر نمسے دے ـ په عمر د دولسو کالو دے خو په عقل  ډير اوښيار دےـ

” زۀ دَ کوچيانو پشان ژوند نه ستړے شوے  وم ـ او اوس زۀ بال بچے دا ر ؤم ـ ستا پلار د يو کال وؤ ـ او ما په يو ځائے ټکاؤ غوښتلو“

” نو بيا ؟“

” بيا څه ـ بيا مې په هغے پيسو دوه ټرکونه واخستل ـ بيا د ټرکونو نه هم ستړے شوم ـ نو هغه مې هم خرڅ کړل“

” نو بيا دِ بسونه واخستل او هغه دِ هم خرڅ کړل ـ بيا دِ زمکے واخستلے او هغه دِ هم خرڅے کړے“

” دا ته زما نه مخکې مخکې ولے روان شوے ؟“

”د اخستو او خرڅولو دا ګړدان خو تاسو ډير ځله ما ته کړے دے ـ څه نوے ګپ شورو کئ کنه“

   زما پلار کلال وه، زما  نيکه هم کلال وه ـ مونږ د پيړو نه کلالان وه، نور څه نه وؤ ـ په پښتنو کښ څوک ” خيل“  دی، څوک ” زئي“  دی – څوک څه دی او څوک څه دی ـ مونږ نه کلال خيل شو، نه کلال زئې ـ تش کلالان وه ـ   په پښتون وطن کښي چې لکه مونږ د خاورو خټو د لوښو پشان د خاورو خټو نه  جوړ يو ـ لکه چې مونږ د آدم بابا اولاد نه يو ـ د کلال بابا اولاد يو ـ او لکه چې کلال بابا ئے د کومے خاورے خټے نه جوړ کړے وه هغه د پښتنو د آدم بابا د خاورے خټے نه پاتے ناقصه خټے نه جوړشوے وه ـ  ځما پلار، خدائے دِ او بخی، کلال وه خو سړے ډير دور اند يش وه ـ هغه به ما ته وے   ”بچيه ! سبق اوايه او د پښتنو د وطن نه اوزه  نو په بنديانو کې به شمار شے کنے کلال ئے او کلال به پاتے شے ـ“

” کلال څه ته وائي؟“  آدم خان بيا تپوس اوکړو

” چې څوک د خټو لوښي جوړوی“

” نو ستاسو دَ پلار دَ لوښو فيکټری وه ؟“

” نه په هغه زمانه کې فيکټرئ نه وے ـ  ته چپ کيږي که زۀ چپ شم“

او ده په شونډو  ګوته راښکله لکه چې زِپ ئې بند کړو

  ځمونږ په ټوله علاقه کې دا يو پرائمری سکول وه چې زرين استاذ شروع کړے وه  ا و زۀ د هغهاولنیشاګردو کې وم ـ چې په اول ادنےٰ  کښي  داخل شوم ـ او بيا چې د هغے جمات نه پاس شوم  نو اول اعلےٰ ته شوم ـ هر کال به پا س کيدم ا و څلورم جمات ته اورسيدم – پلار غريب مي دے غم واخستو چې د څلورم نه پس به زما د سبق څه کيږی  ځکه چې د زرين استاذ سکول خو تر څلورم پورے وۀ ـ  خدائے ته به داسے منظوره وه، زما د څلورم پاس کيدو وخت لا نه وه راغلے چې پلار مي حق اورسيد ـ مور خو مي مخکې مړه وه ـ نو زۀ تره ته پاتے شوم ـ د هغه شپږ ځامن لونړه وؤ يو زۀ په  نور سيوا شوم  ـهغه ټول زما نه کشران وؤ ـ  تره د سکول نه پاسولم او د ځا ن سره ئ د لوښو د پاره په خټو اخلو واچولم ـ او زما د پلار غريب، زما د سبق ارمان، د هغه د مرګ سره د هغه قبر ته لاړو ـزما تره ماته کلالی د خټو اخلو نه مخکې نه وه خو ولے هغه به وے  ” ته ځلمے ئے   ـ ستا مټو کې، زما نه زيا ت طاقت دے ـ د خټو اخلو دا کار ته ډير ښه کولے شے“  او دا رنګ زما کلالی تر خټو اخلو پورے وه  ـ  دَ پنځلسو کالو شوم ، خو په دے کسب کې د اول ادنےٰ نه اول اعلےٰ ته لا نه ړم ـ زما نوم خو شمروز دے ولے لو ئے واړه راته شمروزے وائي ـ ما لږ مجلسی طبيعت لرلو  د هر چا سره مي ګپ شپ ساتلو  خودَ اکرم خان سره مي د وړکوالی نه يارانه وه ـ مونږ ګاونډيان هم وه او په سکول دواړو يو ځائے سبق شروع کړے وه ـ ده په دريم کې سکول پريښودلو او ما په څلورم کې ـ چا چې څلورم پاس کړو هغه هم کور کيناستل ـ نور ئي څه کړے وے ـ دا د زرين استاذ لويه کارنامه وه  چې د دے کلی واړه  ئے تر څلورم  پورے تعليم يافته کړل                                    

اکرم خان زما پشان کسب ګر نه وه ـ پښتون وه ـ لږه ډيره زمکه ئے وه ـ دومره وه چې د دوئې کورنئې په پښتنو کې شميرلی شوه ـ مور د سکول نه ځکه اوچت کړے وه چې زرين استاذ دے په څه خبره په بينت وهلے وه ـ او په لاسو  ئې د بينت سرے نښې پريوتے وے ـ اول ئې مور سکول ته راغله او زرين استاذ ته ئې هغه اپلتے واؤرولے چې مونږ په غوږونو کې ګوتے کيښودلے ـ يوه خبره مي تر اوسه ياده ده او ټول عمر به مې  نه هيريږی ـ وئيل ئې ” تا اکرم خان د کسب ګرو ځوے ګنړلے دے چې په دے خدائي والی بينت دِ ورله لاسونه خوږ کړی دی“ ـ پلار ورته وئيل” ته پښتون ئے، ملا درنه نه جوړؤم ـ چې څه سبق دِ اوے دغه ډير دے“

 دا رنګ ځمونږ په دے کلی کې دوه هلکان، يو پښتون او يو کسب ګر، ځلمی شول ـ او د پيسو ګټولو او  مستقبل جوړه ولو د پاره په غلا دَ شپے دَ کوره اوتل او کراچئ ته اورسيد ل ـ دَ اکرم خان ماما په کراچئ کې وه او څو ورځے مو اولټوۀ آخر مو د يو بنګلے په ګيټ ولاړ اوموندلو ـ ماښام ته نزدے وخت وه چې ځمونږ د ماما سره ليده کاته اوشول ـ د ده دَ چوټئ وخت وه ـ څنګه چې بل څوکيدار ډيوټئ له راو رسيد مونږ دواړه  د ماما سره د هغه ډيرے ته راغلو ـ ډيره څه وه بس دَ خشاکو او ماتو ګوډو لرګو نه جوړه  يوه وړه غوندے جونګړه وه ـ مونږ له دے جونګړے دومره خوند راکړو لکه چې مونږ د جهانګير بادشاه  محل بيا موندلو ـ ځکه چې دا تيرے درے شپے مونږ دَ کراچئ په فټ پات باندے تيرے کړے وے ـ د يرے سم خوب چرته راتلو هسے نه چې څوک رانه سپلئ  پټے کړی ـ د ما ما کره مو په مړه ګيډه ډوډئ  او خوړله ـ ښه ماړه شو او په ړومبی ځل په ښه خوب اوده شولو ـ دَ ماما سره ځمونږ د نوکرئ فکر شو ـ دغه ورځ د هغه د چوټئ وه ـ راته ئې او وئيل چې يو کس دِ راسره شی چې ورله د نوکرئ درک اولږؤم ـ ما ورته او وے دَ اکرم خان حق مخکې دے ـ دے د ځان سره   بوځه ـ که د ده کار اوشی نو بيا به زه ګورم ـ  دوئي دواړه ماما خور ئے لاړه نو ما په سرکاری نلکے  باندے مخلاس اوينځل، ځان ته مې ښه مزيداره چائے جوړه کړله او بيا مې څادر په اوګه واچؤ او بے مطلبه باهر روان شوم ـ په ګرزيدو وم چې يو ميدان کې مې سرکس اوليدلو ـ خواته ئے لاړم ـ د ننه تلو ته او تماشے ته مې ډير زړه کيدلو خو جيب کې مې څه پيسه ټکه نه وه چې ټکټ مې اخستے وے ـ د هغے غټ ټينټ نه چار چاپيره په ګرزيدو شوم ـ زړه کې مې وئيل که چرته سوړه مې بياموندله نو به ور دننه شم ـ او دَ سرکس ننداره به اوکړم ـ اوريدلی مې وه خو چرے مې ليدلی نه وؤ چې سرکس کې څه نندارے وی ـ په دے سوچ وم چې يو سړی راباندے غږ کړو ـ

“ خا ن  د لته چرته ګرځے ؟”

اول خو زه لږ او يريدم بيا مې زړه ډاډ کړو، لږه ډيره د اردو ژبه راتله ـ زرين استاذ راته خوولے وه ـ ما ورته ماته ګوډه اردو کې جواب ورکړو ـ“ هسے ګرزم ـ کتل مې چې دلته څه تماشه ده ـ دا دومره خلک ورته راټول شوے دے ”

ـ“سرکس دِ چرے نه دے کتلے؟ ”

ـ“ نه ”

ـ“ کتل غواړے ؟ ”

“ ولے نه ـ خو پيسے نشته ”

“ ښه ! رازه ما پسے ”

ورپسے روان شوم ـ زړه له مې راغله هسے نه څوک ګنړکپ وی ـ بيا مې سوچ اوکړو که ټګ دے نو زما نه به څه واخلی ـ يو څادر دے راڅخه ـ نور خو زما جيب تش دے ـ  يو زيړ غوندے ټينټ خوا له راغلو ماته ئې اشاره ا وکړه چې

دلته اودريږه او پخپله د ننه ننوتو ـ لږ ساعت پس را اوت او ماته ئي د د ننه راتلو اشاره اوکړه ـ روان خو شوم ورپسے ولے سوک مې ورته کلک کړے وه که خبره جنګ جګړے له راغله نو چې زه ورته تئيار يم ـ  د ننه يو بريتو  د ټيبل شاته په کرسئ ناست وه ـ  سر ئې اوچت کړو ماته ئې  اوکتل ـ

”زه د دے سرکس مالک يم زما نوم قريشی دے ـ او خان ! ته څه کار کوے؟“

” لا خو هيڅ نه کؤم“

” ښه نو سرکس کې به دِ کار خوښ وی؟“

”دروغ درته نه شم وئيلے ـ ما خو لا تر اوسه سرکس نه دے کتلے ـ نو د سرکس په کار چرته پوهيږم ”

” که څوک شور زوږ کوی نو هغه په غلی کولو پوهيږے؟“

” دغے ته ته کار وائي ؟“

 “ هؤ”

” مړه ! يو ډانګ پکار دے نو دا ډک سرکس به درله غلے کړم“

” شاباشے ! د پټانانو مې دا خبرے خوښې دی ـ دَ صبا نه به ته په نوکرئ ئې ـ  که دَ اوسيدو ځائے دِ پکار وی نو ځونږ څخه ټينټونه بلا دی ـ با ل بچ دِ هم شته که يوازے ئې ؟“

” يوازے يم“

“ دا خو لا ښه شوه ـ مونږ ټول عمر په يو ځائے ناست نه يو ـ کله د لته نو کله هلته ”

“ سمه ده جی ـ ستاسو سره زه هم کله دلته نو کله هلته ـ زما د پلار کور نه دلته دے نه هلته ـ تاسو ګرزئ نو زه به هم درسره ګرزم ـ مزے به کؤم”

ماسپخين وه چې زه ډيرے ته واپس راغلم ـ ځان له مې چائے جوړه کړه  او لګيا ؤم سکله مې چې ماما او اکرم خان راغلل ـ ما ترِ سمدستی تپوس اوکړو “ څنګه څه درک اولګيدو؟ ” ـ

نو ماما اووئيل“ کار به اوشی که خير وی ـ يوے بيګم صيب خو غاړه کيښوده او وئيل ئي چې د صيب سره به صلاح کؤم ـ ”

“اوشوه چې بيګمے غاړه کيښوده نودَ صيب هغه پلار هم نا نشی کولے ـ  امبارک شه ”

ماما او وئيل“ اوس به ستا د پاره څه درک لګوم ”

ما ورته جواب ورکړو“ زما غم مکوه ماما ”

“ولے چرته بل ماما دِ موندلے دے ؟ ”

“ او کنه ـ  ځان له مې پخه نوکری موندلے ده په سرکس کې ”

“په سرکس کې! هلته به ګډا کوے؟ ”

“نه ګډا نه ـ يو ډانګ به راڅخه وی ـ که څوک شور زوږ کوی نو ډانګ به ئې مخے ته څنډوم نو پخپله به غلی کيږی ”

دا خلک د پټانانو نه هسے هم ډير يريږی ـ هلکه کسب ګر ئي خو ډير تيز ئے ـ د پښتنو نه د نمبر يوړ

“ بس که ماما، دا پښتو دِ بس که ـ دلته اوس ته نه پښتون ئې او نه ځه کسب ګر ـ دلته مونږ تول پټانان يودا د پټان ټکي مې په غوږو خواږه لږی“

اکرم خان په يوه بنګله کې څوکيدار شو ـ او هغوئي ورله د بنګلے به ګيټ باندے کمره هم ورکړه ـ او د اَخلی پخلی نه هم خلاص وه ـ تئياره ډوډئ به ئې موندله ـ  به مزو ئې سر شو – نه چرته تله نه راتله ـ ټوله تنخوا به ئې بچ وه او کور ته به ئې ليږله ـ مور ورله د واده د پاره د هغو پيسو نه جمع هم کوله ـ ډير خوشحاله وه ـ

زما نوکری هم بده نه وه ـ يو غټ ډانګ په لاس به په ټول سرکس کې آخوا دےخوا ګرزيدلم ـ نور مي څه کار نه وه ـ دَ سرکس رنګا رنګ تماشے به مې کتلے ـ بيا يو ورځ راته قريشی صيب اوے چې څه وخت هغه د منزری خوله کې سر ورکوی  نو زه دِ سره دَ ډانګ دَ پنجرے د وَر سره چست ولاړ اوسم يو ورځ ورته ما اوے چې دا خطرناک کار ولے کوے نو زه ئي اوزورلم چې ته خپله ډيوټی کوه ماته نصيحت مه کوه ـ بله ډيوټی زما دا اولګيده چې څه وخت د ده لور پړی ته اوخيژی او بل سر له ځی نو زه دِ ورسره ښکته په زمکه د پړی لاندے ځم ـ زما نه بيا صبر اونشو او ورته مې اوے ـ چه ګوره ځوانه جانه لور دِ په خطره کې اچولی وی ـ که دَ دومره اوچت پړی نه رارتاؤه شوه نو لاس پښې به ئې ما ت شی نو بيا به ورسره څوک واده کوی ـ نو بيا راته غصه شو

” نو تا ته به ئې واده کړم“

خبره مې په زړه ښه هم اولګيده او بده هم ـ ما زړه کې اوئيل چې ماله ئې راکوے نو ماته ګوډه ولے ـ داسے روغه ئې راله راکړه نو به خوند اوکړی ـ او بيا يوه ورځ چې هغه پړی ته خته نو پلار ته ئې ګله اوکړه چې نن ئې طبيعت سم نه دے پړی ته ختو ته ئې زړه نه کيږی ـ نو پلار ورته په غصه کې اوے ـ سمدستی خيژه او که پښه دِ هيله اوخوئيدۀ نوياد لره، دے پټان له به دِ ورکړم ـ په دوئيم ځل چې مې دا خبره د هغه دَ خولے واؤريدله نو په سوچ شوم چې دے ما داسے سپک ګنړی ـ هغه شپه مې سم خوب هم ا ونه کړو چې ولے دوئې پټانانو ته دومره سپک ګوری ـ دے د سرکس مالک دے څه خدائ خو نه دے ـ زړه له مي راله چې پسے ورشم او په دے ډانګ ئې سم اوغربوم چې بيا د خولے نه داسے خبره او نه باسی ـ ماما ته مې دا خبره اوکړه نو هغه راته اوے، پريږده د سرکس دا نوکری چې د سړی عزت پکې نه وی د داسے نوکرئ به څه کړے ـ چرته د چا په بنګله به درله  څوکيداری اوګورم د عزت نوکری خو به وی ”

ما ورله جواب ورکړو“ ماما خبره د نوکرئ نه ده اوس خو خبره د پښتو ده ـ ”

“ که بدل ترِ اخلے نو يو څو انډيوال به راغونډ کړم ـ ورپسے به لاړ شو او سم به ئې اوټکؤو ـ چې ياد ساتی او چا ته داسے سپکے خبرے او نه کړی ”

“ نه ماما د وهلو ټکولو کار به نه کوؤ ـ ما يو سکيم جوړ کړے دے ”

“ څه سکيم دِ جوړ کړے دے ؟ ”

“ هغه داسے ماما چې لور ترنه هم واخلم او دَ سرکس مالک هم شم ”

زما په دے خبره پورے ماما په ټق ټق اوخند ل ـ

” ما ته ښکاری ليونے شوے ئې ـ د هغه لور دِ جوړ ډيره خوښه شوے ده ـ مئين شوے ئې پې ـ خدائ دِ خير اوکړی ”

” ماما لا پوهه نه يم چې دا کار به څنګه کيږی ـ که خدائ ته منظوره وی نو درے واړه کاره به سر ته رسی ـ د ده لور به هم واده کوم، د سرکس مالک به هم جوړيږم، او دے به د پټانانوعزت هم کوی“

” ته اوس د کاره وتے ئې ـ خدائ دِ مل شه ـ زه خو درله نور څه  نه شم کولے“

” بس ماما دعا کوه نور کار زما دے“

      ډير سوچونه مې اوکړل خو په څه سر خپه ئې پوهه نه شوم چې دا ټول کارونه به څنګه کيږی ـ بل خوا مې زړه ته دا خبره داسے پريوتے وه چه هم دغه شان خدائ ته منظوره ده او پوره کيږی به ـ بس دَ

څنګه جواب راسره نه وه ـ

 بيا يوه ورځ ناڅاپه دا حادِثه اوشوه ـ زۀ د منزری د پنجرے وَر ته نزدے ډانګ په لاس ولاړ وم ـ او قريشی صيب ته مې کتل چې ده د منزری خوله په دواړه لاسه وازه کړه او خپل سر ئې پکې ننويستلو ـ په ما يو چپه غوندی راغله په ډانګ مې لاس جوخت کړو بيا نه يم پوهه شوے چې څه وخت مې د پنجرے دروازه لر کړه او ورته ننوتم ـ دومره پوهه شوم چې منزری د قريشي صيب په سر خوله جوخته کړه ـ دے ئې د زمکے نه اوچت کړو په دغه ساعت ورله زۀ رسيدلے ؤم او د خپل ټول د ځوانئ په زور مې ډانګ د منزری تندی له راپريښود – منزری د ډبے نه کته ټوپ کړو او قريشی صيب ئې د زان سره راښکلو ـ زما ډانګ يو ځل بيا د منزری په تندی دومره په زوره اولګيد چې سړے ئې د خولے نه اوغورزؤ او  چاپير چول  په راغے ـ زما دريم وار ترنه هر څه خطا کړل ـ د پنجرے ديوال پله ئې منډه کړه ، د پنجرے د وسپنے سره ئې ټکره اوخوړه او په زمکه راپريوت ـ دا هر څه په دومره لږ ساعت کې اوشول چې په زان پوهه نه شوم ـ چې لږے سترګے مې رنړا شوے نو ګورم چڅ سرکس کې چغے دی خلک بهرته په منډه دے ـ کوم سړی چې به منزری په چا بک وهل او منزری به ترنه يريدل هغه چابک غورزولے وه او د پنجرےنه تښتيدلے وه  ـ ما دَ قريشی صيب ترخونو ته لاس لاندے کړل او د پنجرے نه مې بهر راښکلو او د پنجرے ور مې بند کړو ـ نور خلک راغونډ شول او هغه ئې  د هغے ځائے نه اوچت کړو او يوه ټانګه ولاړه  وه په هغے کې ئې واچؤو ـ هسپتا ل نزدے وه او هلته ئې يوړوـ  دَ څټ هډوکی ئې بچ شوی وؤ خو رګونو ته ئې نقصان رسيدلے وه ـ  يوه مياشت په هسپتال کې پروت وه ـ د خبر و نه وه ـ ډاکټرانو وئيل چې که دے جوړ هم شو نو په خپلو پښو به اودريدے نشی  او دَ لاسو پښو به معذور وی ـ سرکس هم ټوله مياشت بند پروت وه ـ يو منيجر ئې هم سا تلے وه ـ هغه چې حال داسے بد اوليدلو نو زان له ئې چرته بل ځائے نوکری اولټوله او بيا په دے مخه هډو راښکاره نشو ـ بل څوک نه وه چې سرکس ئې سمبا ل کړے وے ـ لور ئې په غم او په ژړا وه ـ زما سره هم خپل فکر شو او يوه شپه مې په دے سوچ تيره کړه چې اوس به څه کيږی ـ  مالک خو معذور شو، منيجر کار پريښو دلو، پاتے مزدوران وؤ يا د سرکس مداريان ـ لور ئې چرته دا کار کولے شو ـ ښځه ذات وه ـ دا کار دَ هغے د َ وس نه وه ـ زما په نظر کې نور هيڅوک نه وؤ- زړه له مې راغله چې زه د څه کار يم ؟ ټول عمر به ډانګ ګرزؤمه ، که د نور څه کار هم يمه! ـ او بيا مې دَ زان سره يوه فيصله اوکړه ، چې ميدان خوشے دے ، اوس به دا کار زه کوم ـ سرکس به زه سمبا لوم او چلؤم ـ په دے فيصلے سره مې په سترګو رنړا شوه ـ  پا سيدم او د قريشی صيب لور له، چې نوم ئي صائمه وه، لاړم او ډيرپه اعتماد مې ورته اووئيل

” صائمه بي بي ! اوس به ته غم نه کوے ـ سرکس به درله زه چلؤم ، هر څه زما په ذ مه ، ته بس د پيسو حسا ب کتا ب ساته، خدائ به ټول خير کړی – چې څه وخت ستا پلار روغ جوړ شی نو هر څه به هغه ته په لاس کړم او زه به ډډے ته شم“ ـ هغه ماته داسے  په تشو تشو سترګو په کتو شوه لکه چې زه څه ګنړيږم ـ جواب مې ترنه او نه غوښتو ـ د هغے دَ ټينټ نه را او وتم ـ

         ټول کارکونکی، مزدوران، مداريان او کاريګر مې را غونډ کړل او ورته مې اعلان اوکړو چې ـ“اوس نه به  دا سرکس زه چلؤم ـ ستاسو د پيسو او مزدورئ به زه ذمه وار يم ـ که دَ چا په طبيعت سمه نه راځی نو بيشکه تلے شی خو که مالک ته ئې څه پيسے پاتی وی دَ هغے ذمه زه نه اَ خلم“ـ

زه چپ شوم او دوئي ټول خپلو کې په ګنړيدو شول ـ لږ ساعت پس مې ورته بيا اووئيل

” که څوک پاتے کيدل نه غواړی ، نو لاس دِ او

ټول چپ شول، هيچا لاس اوچت نه کړو

” نو سمه ده ـ درے ورځے دی ـ دے کې هر څه تيار کړۍ  که خدائ ته منظوره وی نو   د جمعے په ورځ به سرکس بيا شورو  وی“ ـ  

           څلور ټانګے مې کرايه کړے، درے ورځے مې په ښار کې اوګرزولے ـ دَ ډول په ډزا سره  به د سرکس اعلان اوکړے شو ـ دَ جمعے په مازيګر سرکس بيا روان شو ـ سم درز غوبل جوړ شو ـ دنيا پې راماته شوه ـ دننه دَ ناستے ځائے پاتے نه شو ـ خو خلک په ولاړے خوشحاله وه چه ټکټ ئے بيا موندلوـ او شپے له چې سرکس ختم شو نو زه دَ صائمے ټينټ ته د پيسو شما ر او حساب کتاب د پاره لاړم ـ صائمےچې کيش اوشميرلو نو سر ئې اوچت کړو او ماته په داسے سترګو په کتو شوه لکه زما نه تپوس کوی چې ته هغه ډانګ مار پټان ئې که بل څوک ئې  او بيا ئې هغه سواليه سترګے د اوښکو نه ډکے شوے ـ او خپل نازک لاس ئې زما په لاس کيښود –

        بيا ورځے شپے تيريدے او هره ورځ به په سرکس کې د پښو ايښودو ځائے نه وه ـ د خدائے په کارونو خدائے پوهيږی ـ  قريشی صيب هم په رو رو صحت ياب کيدلو ـ په کرسئ به کيناستے شو ـ خبرے اترے به ئې هم کولے شوے ـ په هسپتال کې يو پټان ډاکټر وه، په دے ورځو کې زما اشنا شوے وه  او ښه ګپ  شپ مې ورسره جوړ شوے وه   په هسپتال کې ئې ورله هم علاج کولو او بيا به ورله تپوس له کور ته هم راتلوـ ـ هغه وئيل چې اوس دماغی طور باندے روغ جوړ دے خو د لاسو پښو نه به ټول عمر له معذور وی ـ

         درے مياشتے تيرے شوے ـ يوه ورځ قريشی صيب زه خپل ټينټ ته را او غوختلم ـ دے په کرسئ ناست وه او خوا کې ئې صائمه هم ناسته وه – ماته ئې مخامخ کرسئ باندے دَ ناستے دَ پاره، په سترګو اشاره اوکړه نو زه کيناستم –  او بيا ده خبره شورو کړه ـ

” شمروز خانَ ! په دے د نيا زما دغه يوه لور ده او ته مې اوس ځوے ئے ـ تا چې زما د پاره څه کړی دی که ته نه وے نو زه په هغه ورځ مړ ؤم ـ که ما ستا خبره اوريدلے وے نو به په دے حال کې نه ؤم ـ تا هر څه دومره په ښکلی ډول سمبال کړی دی چې زه ستا د احسان شکريه په کومه خله ادا کړم ـ بس يو بل احسان راباندے اوکړه نو زه به بے غمه او په سکون ساه ورکړم“

” زه خو ستاسو نوکر يم که څه مې کړی دی نو خپله ډيوټی مې کړے ده“

“ صائمه زما يکی يو اولاد دے ـ دا زه تاته سپارم ـ او هر څه چې زما دی هغه د دے دی ـ او چې دا ستا شی نو هر څه ستا دی – ګوره په تا مې ډير زړه ډاډ دے ـ چې نا راته او نه کړے ”

ما ورله جواب ورکړو چې  “ دَ خدائ په کارونو خدائ پوهيږی ـ چې څه  هغه ليکلی وی ، پوره کيږی ”

د واده ورځ مقرر شوه ـ ټول بندو بست ماما او اکرم خان په ذمه واخستلوـ ښه ټنګ ټکور ئې جوړ کړو او لکه د پښتنو په شان ئي ټول انتظام اوکړو ـ ټول اشنا پښتانه او انډيوال په کې شريک شول او ښه سم اتنړ ئې هم واچؤلوـ ډيره ښکلے او درنه ډوډئ ئې ورکړه – قريشی صيب په خپله کرسئ ډير خوشحاله ناست وه او بيا دَ جمع خوريدو نه مخکې ئې ماما، اکرم خان او نور ټول پښتانه ملګری زان ته راغونډ کړل او په خبرو شو ـ

” نن زه دومره خوشحاله يم چه وئيلې نه شم ـ دَ زړه يوه پټه خبره تاسو ټولو ته ښکاره کؤم ـ ما انسانانو پيژندلو کې ټول عمر خطا کړے ده ـ ما به پټانان سپک خلک ګنړلو ـ ولے ؟ په دے ما چرے سوچ نه وه کړے- خو بيا حالاتو او تجربے زه داسے پوهه کړم چه په دنيا که څوک ښه، نيک او د دوستئ قابل خلک شته نو هغه پټانان دی ـ تاسو ټول اوس زما خپل ئې ، زما رونړه خويندے ئې ، زه اوس ستاسو د کورنئ يم ـ او زما سر به ټول عمر  دَ ډير فخره اوچت وی  چې زما اولاد، زما راتلونکے نسل، زما نمسی به پټانان وی ـ د خدائ په امان“  او د هغه سترګے د اوښکو نه لمدے شوےـ

 ماما زه په ترخ کې او ټومبلم ” هلکه کسب ګر وے خو بده بلا اوخَتے ـ  اوس به درته شمروز خان وايو“.

آدم خان سترګے اوغړولے ـ ما وے چې دے اوده شوے دے ـ خو ويښ وه او بيا په تپوس شو

“ د مشرے مور نوم خو هم صائمه دے ”

” هؤ بچيه! دا هم هغه صائمه ده کنه ـ دے به په سرکس کې په پړی واک کولو“

” بابا ! دومره دروغ خو مه وايه کنه ـ مشره مور خو په ولاړے مونز نشی کولے ـ او تاسو وائې چه سرکس کې به ئې په  پړی واک کولو ”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x