افغانستان

کابل کې هره ورځ نږدې لس جنايي پېښې کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل امنیتي مسوولین وايي چې په دې ښار کې هره اوونۍ ۵۰ جنايي پېښې ترسره کېږي.

د دوی په خبره په دې پېښو کې سړي تښتونه، وژنې، غلا او جنسي تېري شامل دي چې عاملین يې ډېری وخت د دوی په خبره د قانون له منګولو په تېښته بريالي کېږي.

د کابل ښار د امنيه قومنداني د جنايي تحقیقاتو مشر جنرال فرید افضلي راډیو ته ويلي چې دوی هڅه کوي جنایتکاران د قانون منګولو ته وسپاري خو ځينې يې په تېښته بریالي کېږي او ځينې يې نیول کېږي.

کابل ښاريان وايي چې د ماښام له خړې وروسته څوک په ښار کې ډاډه نه شي ګرځېدلی، د دوی په خبره په هغو ځایونو کې امنیت دی چې د چارواکو کورونه دي، خو د ښار اطراف په پوره توګه د جنايي مجرمینو په لاس کې دی.

د دوی په خبره بې کاري او د غیر مسووله وسله والو شتون دې ډول جرمونوته زمینه برابره کړې ده.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حاجي یوسف نن ټکی اسیا ته وویل چې له دې مجرمینو سره پولیس هم لاس لري، ځکه چې سړي تښتونې، وژنې، غلا او جنسي تېري ټول د تورو شیشو موټرو خاوندان کوي، چې پولیس يې په رڼا ورځ په ښار کې ګوري خو څه ورته نه شي ويلی.

تر دې وړاندې هم سرنوشت ورځپاڼې د کابل ښاریانو هغه اندېښنې را اخیستې وي، چې د عبدالرشید دوستم او عبد رب الرسول سیاف له نا مسووله وسله والو کسانو يې درلودې.

د دوی په خبره حکومت په دې ټولو ښه خبره او ان جرړه يې ورته معلومه ده، خو دا ټول زور واکي دي او دولت يې په وړاندې څه نه شي کولای.

ياده دې وي دا هغه پېښې دي چې د رسمي سرچينو له لوري تاييد او ثبت شوې دي، خو د کابل ښاريانو په وینا د جنايي پېښو کره شمېره تر دې هم زیاته ده او لا يې هم ګراف مخ پورته روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوعبیدة الأسیر

عزت در دین الله عزوجل است هرکس عزت را در دموکراسی وانتخابات وپارلمان بخواهدالله عزوجل آنرا ذلیل میسازد. وقوم ماعزت را در امریکا عزت را در دموکراسی عزت را درمسجد ضرار(پارلمان) خواسته ومیخواهد. قوم ما از دین فاصله گرفته است وهرکس که از دین فاصله بگیر الله عزوجل به عذابهای گونا گون آنرا مبتلا میسازد. یگانه راه جلوگیری ازفساد ظلم بربریت فحشاء منکرات بی عدالتی بی بند وباری و ازمیان برداشتن بساط تمام این فساد ها رو آوردن به کتاب الله وسنت مطهر پیامبر ما صلی الله علیه وآله وسلم وحاکم ساختن این دو چیز است. =یاکابل انا قادمون بإذن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x