د سوريې جګړې ته افغانان په څو ډالرو استول کېږي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۷مه، ۱۳۹۴ل): د سوریې کورنۍ جګړه کې ځینو نړیوالو رسنیو د یو شمېر جګړه مارو افغانانو د شتون خبرونه خپاره کړل. تېره اوونۍ د سوریې نظام مخالفې ډلې (جیش الحر) د هغو افغانانو ویډیو خپره کړه چې دوی په مخامخ جګړه کې نیولي وو.

ځینې اسناد ښيي چې دغې جګړې ته افغانان د ایران حکومت له خوا د پیسو په بدل کې لېږل کېږي. دا چې ایراني رژیم افغانانو ته د جګړې په بدل کې څومره ډالر ورکوي، د دې پوښتنې ځواب موندنې په موخه د الجزیره خبریال له هغو افغانانو سره مرکه کړې، چې په تیرو ورځو کې د بشار الاسد وسله‌والو مخالفینو نیولي او ویډیو یې نشر کړې.

یو افغاني اسیر چې نوم یې حیدر ښودل شوی، الجزیرې ته ویلي چې سوریې ته د جګړې لپاره لیږدول شوی. دی له ډېرو هغو افغانانو څخه دی چې ایران ته یې د کار موندني په خاطر سفر کړی او یا هلته په ټیټو معاشونو په کارونو بوخت دي.

نوموړي ویلي چې په ایران کې د شیعه ګانو مرجع او عالم ایة الله ناصر مکارم شیرازي په پراخه کچه د افغانانو د ګومارلو او سوریې ته د لیږلو په کار بوخت دی.

هغه افغان کارکوونکي را ټولوي، جګړې ته یې هڅوي او د موافقې په صورت کې ورته لنډمهاله نظامي روزنه ورکوي او د ۳۵۰ ډالرو په وعده باندي ایران ته لیږدوي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی ته ویل کیږي چې تاسو به هلته فقط دوې میاشتي وخت تیروي او بیرته به ایران ته را ګرځئ او بیا به تاسو نور هم ترفیع درکول کیږي.

حیدر زیاته کړې چې د دوی ډېری د سوریې په جنوب کې جګړه کوي او امر د سوریې پر ځای په ایران کې د میشتو پوځي جنرالانو څخه اخلي او دوی ته ویل کیږي چې د جبهة النصره او «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو سره په جګړه بوخت دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Afghan
میلمه
Afghan

دغه مردار یی ولی ژوندی پریښی دی ؟ باید د خبرو مهلت هم ور نکړی او د سپی په مرګ یی مردار کړی، دغه هزارګان د ایران د ګټو او سنیانو د وژنی لپاره تللی دی.