افغانستان

اسراییلي الوتکو پر سوریې بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): عربي رسنۍ وايي، چې تېره شپه اسراييلي جنګي الوتکو د سوريې جولان او قلمون سيمو کې د بشارالاسد ځواکونو پر مرکزونو بريدونه کړي؛ خو اسراييلي چارواکي وايي، چې دوی پر خپلو مخالفينو په داسې حال کې بمبار کړی، چې د دغه هېواد پولې ته څېرمه جولان سيمه کې يې د اسرييلي ټانګونو لپاره د سړک د غاړې ماينونه ښخول.

الجزيره تلويزون وايي، چې د قلمون غره‌یيزه سيمه کې د اسراييلي بمباريو له امله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عربي رسنۍ دا هم وايي، چې اسراييلي الوتکو دوې ورځې وړاندې قلمون سيمه کې د حزب الله پر مرکزونو بريدونه کړي. تر دې دمه د يادو بريدونو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

بل پلو د اسراييلو دفاع وزارت وياندې ويلي، چې اسراييلي الوتکو يو شمېر مخالفين په داسې حال کې وژلي، چې غوښتل يې اسراييلي سرحد ته سيمه کې ځمکني ماينونه ښخ کړي.

اسراييلي ښکېلاګرو دا بريدونه په داسې حال کې کړي، چې دوې ورځې وړاندې اسراييلي عسکرو جولان سيمه کې هوايي بريدونه کړي وو، مګر اسراييلي چارواکو تر اوسه هم د دغه بريد مسؤوليت نه دی منلی.

د يادونې وړ ده، چې ۱۹۶۷م کال کې د سوريې او اسراييلو تر منځ جګړه کې اسراييلي يرغلګرو د سوريې جولان نومې غريزه‌ییزه سيمه نيولې او ۱۹۷۳م کال کې شامي ځواکونو هڅه وکړه، چې ياده سيمه له اسراييلو ازاده کړي، مګر دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلل او له هغه وخت د اسراييلو او سوريې تر منځ تخنيکي جګړې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x