ورزش

نوروزمنګل: د پاکستان سره د تاریخي یوه ورځنۍ لوبي لپاره چمتو یو

pakistan-vs-afghanistanنن ټکی آسیا: افغانستان او پاکستان به صبا د کرکیټ په میدان کې یو تاریخي نړیواله یوه ورځنۍ لوبه تر سره کړي.
دا لومړی ځل دی چي افغانستان د یو داسي هیواد د لوبډلي سره د کرکیټ یوه ورځنۍ لوبه کوي چي نړیوال کپ يې ګټلی، او ټیسټ لوبي کوي.
د پاکستان کپتان مصباح الحق نن د رسنیو سره په خبرو کې وویل چي د صبا ورځي لوبه د دواړو غاړو لپاره یو مهمه لوبه ده، او دواړه اړخه به خپل تر وسه کوشش وکړي چي ښه لوبه وکړي، او دا ورځ په یو تاریخي او یادوني وړ ورځ وګرځوي.

هغه زیاته کړه چي د افغانستان غوندي یو هیواد لپاره دا ښه چانس دی چي د یو داسي هیواد سره لوبه وکړي چي نړیوال مقام لري، تر څو یې تجربه زیاته سي.
مصباح الحق وویل چي دوی به خپل په ټول واک او طاقت سره لوبه کوي، ځکه چي افغانستان ډیر ښه لوبغاړي لري، او کولای سي چي لوبه وګټي.
نومړي زیاته کړه چي افغاني لوبغاړي سخت مقاومت کونکی دي.Pakistan's cricket captain Misbah-ul Haq speaks during a press conference ahead of the One-Day International match against Afghanistan during a press conference at the Sharjah Cricket Stadium in Sharjah on February 9, 2012. Afghanistan team players are excited and have promised to put up their best showing in their first-ever one-day international against Pakistan in Sharjah.

د افغانستان او پاکستان تر منځ به یوه ورځنۍ لوبه صبا ورځ د متحده عرب اماراتو په شارجه ښار کې د کرکیټ په نړیوال لوبغالي کي تر سره کیږي، چي تر اوسه په کښي ۲۰۱ لوبي تر سره شوي.
د لوبي په اړه په نني خبري غونډه کې د افغانستان د ټیم کپتان نوروز منګل وویل چي دوی د پاکستان څخه مننه کوي چي دوی ته يې هر کله دداسي لوبو چانس برابر کړی، چي دوی ورسره د کرکیټ یوه ورځنۍ لوبه وکړي، او هم يې په پاکستان کې دننه په څو څو ځله دوی ته لاره هواره کړې چي د پاکستان دننه د ځایي لوبډلو سره لوبي وکړي.Afghanistan's cricket captain Nawroz Mangal speaks during a press conference ahead of the One-Day International match against Pakistan in Sharjah on February 9, 2012. Afghanistan team players are excited and have promised to put up their best showing in their first-ever one-day international against Pakistan in Sharjah.
منګل وویل چي دا یو تاریخي لوبه ده چي مونږ د پاکستان په شان هیواد سره لوبه کوو، دا زمونږ لپاره یو چلینج دی، او مونږ به خپل ټول وس او توان په کار اچوو.
نوروز منګل زیاته کړه چي دوی د پاکستاني سپین بالرانو لکه سعید اجمل او عبد الرحمن لپاره خپل پوره چمتوالی نیولی.
نوروز منګل په اماراتو کې د میشتو افغانانو څخه په خاصه توګه غوښتنه وکړه چي صبا ورځ میدان ته راسي او د افغانستان د کرکیټ په تاریخي ورځ ددوی څخه ملاتړ وکړي.
د افغانستان لپاره تر ټولو د خفګان خبره داده چي د وتلی لوبغاړی او بال غورځونکی حامد حسن چا چي په ۱۴ نړیوالو لوبو کې ۲۴ وکټونه اخیستې، په دې لوبه کي برخه نه لري، ځکه چي هغه د انګلیستان سره په یوه لوبه کې تیره میاشت ټپي شوی وو.
د بلي خوا د افغانستان په ډله کې محمد نبي سپین بال غورځونکی لري چا چي د انګلیستان سره په لوبه کې پنځه وکټه واخیستل، او همداسي وکټ کیپر محمد شهزاد چاچي په ۷۴ بالونو ۵۱ منډي جوړي کړي.
د کتونکو په نظر که څه هم د پاکستان او افغانستان تر منځ د کرکیټ نړیواله یوه ورځني لوبه یو داسي لوبه ده چي د یو ډیر زورور او کمزوري لوبډلو تر منځ تر سره کیږي خو هیڅ څوک د افغانستان د ملي لوبډلي پر چټک پر مختګونو سترګي نه سي پټولای او په دې اند دی چي افغانستان بیا هم کولای سي چي په دې لوبه کې پاکستان ته یو تاریخي ماتي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x