کودتا یا سياسي فاجعه ـ دويمه برخه

حيات پياوړی
په تېر پسې
په دې اړه فقید جنرال نصیرالله بابر چې پاکستان د پیپل پارټۍ غړی، د ذ‌الفقارعلي بوټو صدراعظمۍ پر مهال د پاکستان د اوسنۍ خیبر پښتونخوا آیالت والي او بینظیر بوټو د صدارت پر مهال د دغه هیواد داخله وزیر وه، یو پاکستاني تاریخ لیکونکي فرهاد علي خاور ته داسې وايي:

«د یوې اوږدې ساه اخستلو نه پس هغه و ویل چې کله کله د هیواد د ګټو د لپاره هغه ډیر څه کول غواړي. کله چې ذ‌الفقارعلي بوټو صدراعظم وه نو هغه یوه ورځ ما ته وویل چې د ډیورنډ د کرښې د (۱۰۰) کلن تړون وخت پوره کیدونکی دی، نو ته داسې چل وکړه چې په افغانستان کښې اړی ګړی پیدا شي. ما د افغانستان د هغه وخت یو څو ځوانان چې پکښې احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني اونور ځوانان شامل وو، د پیښور بالاحصار قلعه ته د ملاقات لپاره را وبلل، دوی ته مې نغدې پیسې او سرپوښ ټوپک ورکړل او دغه شان د افغانستان دولت پر ضد عملیات پیل شول. دغې لړۍ دوام ولرلو او افغانستان کښې مونږ د خپلې توقع نه زیاته کامیابۍ تر لاسه کړې.»

د مقالې لیکوال، حيات پیاوړی

د مقالې لیکوال، حيات پیاوړی

دا د افغانستان پر وړاندې د پردي واکي جهاد عملي پیل ګڼلای شو. د آی ایس آی یو بل فقید جنرال اختر عبدالرحمن، چې د جنرال ضاء الحق سره یو ځای د هغوی د طیاري د سقوط پر مهال له منځه ولاړ د ثور د کودتا وروسته او د جهاد د منظم پیل وروسته داسې وايي: “کابل باید اور واخلي”. وروسته بیا کابل رښتیا هم د ځینو جهادي تنظیمونو تر منځ د داخلي جګړو پر مهال د اور په لمبو کښې داسې وسوځید چې د کابل هست بود يې ړنګ او لږ تر لږه (۶۵) زره کابل ښاریان يې شهیدان کړل او ډیری شمیر يې د خپلو کورنو پریښودلو ته اړ کړل).

سره له دې چې د خلک ډیموکراټیک ګوند ځینې غړي د ثور د اومې د کودتايي رژیم په وړاندې پاڅونونه د ارتجاع او غربي امپریالستي نړۍ پلانونه بولي خو زه له دې خبرې سره ځکه سل په سلو کښې توافق نه لرم چې پاکستان ته په کډه شوو خلکو د ۱۳۵۴ کال د سرطان په میاشت کښې په ننګرهار، کنړ، لغمان، پکتیا او د هغه وخت پنجشیر ولسوالۍ کښې خپل زور و آزمايي خو یو شمیر ملګري بنديان، ځینې مړه او ځینې يی بیرته پاکستان ته په شا تګ ته اړ شول. (په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره “بمناسبت چهارمین سالروز شهادت احمد شاه مسعود قهرمان ملي” مقالې ته مراجعه وکړئ). خو کله چی د ثور کودتا را منځته شوه نو بیا د افغانستان په خلاف په سنګر کښې ناستو مخالفینو ته ښه فرصت او وړیا لښکر (د دولت د ناسم او وحشيانه سلوک او چلند په پایله کښې د کډوالو د لړۍ د پیل کیدو له لارې) په لاس ورغي چې د افغانستان پر خلاف ترې کار واخلي. د مخه فرار شوي ټول هغه خلک وه چې په سیاسي او نظامي لحاظ و روزل شول، اقتصادي او لوژستیکي ملاتړ يې وشو او د هغوی څخه د ثور د کودتا وروسته په تمام عیار ډول جهادي مشران جوړ شول.

پر همدې بنسټ ویلی شو چې د هغه بل لورې څخه عملي بریالۍ لوبه له همدې ځایه پیل شوه او د ثور د کودتا تر سره کیدو وروسته ور ته د پرمختګ ښه فرصت په لاس ورغي او له همدې امله د دې ویجاړونکي او تباه کونکې لوبې بیلا بیل پړواونه او لړۍ لا تر اوسه دوام لري.

د ثور د اومې کودتا:

د مخه هم دې ټکې ته اشاره و شوه چې د سرطان کودتا نورو کودتا ګانو ته لاره هواره کړه. خو دا کودتا کله او څنګه پیل شوه. د موضوع د لا روښانتیا لپاره د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند غړي فقیر محمد ودان (د افغانستان د خلک ډیموکراټیک او بیا وروسته د وطن ګوند غړي) د “یادي از استاد خیبر” تر عنوان لاندې مقالې یوه برخه را اخلو:
«محمد داوود د خپل طرز فکر له مخې د خپلې ولس مشرۍ په وروستیو کلونو کښې غوښتل چې په شوروي اتحاد باندې د افغانستان اقتصادي او نظامي څو کلنې یو اړخیزې تګلارې او اتکاء ته د پای ټکی کیږدي او د یو سیاسي خوځښت په پایله کښې د پاکستان او ایران سره سیاسي اختلافات حل او د دې هیوادونو او اسلامي او غربي نړۍ سره پراخه اقتصادي اړیکي تامین او ټینګې کړي او د هغوی مالي، تخنیکي او فني پورونه او نورې مرستې تر لاسه کړي. د دې اړیکو پراختیا په تدریج او وخت په تیریدو سره د کابل او مسکو تر منځ دوستانه اړیکې اغیزمنې کړې او د بې باورۍ سبب شوې.»

«مسکو ته د محمد داوود ۱۹۷۷ د اپریل د میاشتي سفر او د لیونید برژنف د شوروِی اتحاد د هغه مهال د مشر سره د هغه لفظی شخړه، د محمد داود او شوروي مشرتابه تر منځ اختلاف اوج ته ورساوه، چې هیڅ امکان يی نه درلود چې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند په سیاستونو کښې يې انعکاس نه وای پیدا کړی.»

د بی. بی.سی رادیو د برنامو لړۍ «افغانستان په شلمه پیړۍ کښې» دې پایلې ته رسیدلې چې:
«ولسشمر داود خان عربي شتمنو هیوادونو لکه لیبیا، کویټ، سعودي عربستان او مصر همدا ډول یوگوسلاویا، هند او پاکستان ته د خپلو بې سارو سفرونو له لارې د نوو سیاسي متحدینو او د مرستو په لټه کښې وه. د فرید احمد مزدک په وینا دې کوښښونو بالاخره “… مسکو دې ته اړ کړ چې د ټولو لارو چارواو امکاناتو څخه په کار اخستنه د داود خان رژیم د سقوط لپاره گام پورته کړي”. د دې پایلې تر لاسه کولو وروسته، د فرید احمد مزدک غږ چې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د سیاسي دفتر غړی او بیا وروسته د وطن ګوند غړی دی، خبرې خپروي چې وايي: “د مسکو له نظره د محمد داود کوښښونه د هغې سنتي موازنې د ماتولو لپاره وه چې په افغانستان کښې د امریکا او غربي اروپا او شوروي د سیالیو په نتیجه کښې رامنځته شوی وه. او د شورويانو له انده په اصطلاح د دغې “موازنې” ماتول هغه څه وو چې مسکو نه غوښتل. کله چې شوروی د داود خان له اړخه د یو ګواښ احساس وکړ، د ټولو هغو امکاناتو په کار اچولو چې په لاس کښې يې لرل، کوښښ وکړ د دغو تمایلاتو او حرکت مخه ونیسي. په حقیقت کښې د داودخان په وړاندې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د سیاست بدلون ۱۹۷۶ ـ ۱۹۷۵ کال څرګند شو، دا د هم هاغو تغیراتو انعکاس وه چې د داود خان پر وړاندې د کرملین په سیاستونو کښې را منځته شوي وو.»

د ثور کودتا ته زمیني برابریدلو په اړه فقیر محمد ودان د دوه مهمو عواملو یادونه کوي: او د دوه مراجعو له لورې د استـاد میر اکبر خیبر د ترور احتمالي سازماندهی او تر سره کیدل داسې بیانوي:

۱ـ د هغه مهال د رژیم په دننه کښې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند په وړاندې د هغو محافضه کارو عناصرو شتون چې داود خان ترې خبر نه وه.
۲ـ د شوروی د ګټو ساتونکي بنسټونه او په افغانستان کښې د هغوی سره افغاني تړلې څهرې

ځیني نور لیکوالان د ببرک کارمل د بیوګرافۍ د تشریح پر مهال لیکي چې هغه د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د بنسټ ایښودنې د ورځې را په دې خوا د ګوند مشرۍ ډیر لیواله وه. نو کله چې د داود خان د رژیم په وروستیو کښې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د دواړو څانګو (خلق او پرچم) په یو ځای کیدو باندې کار کیده نو د وحدت په صورت کښې باید خیبر د اصلي مشر په توګه سر را پورته کاوه، کوم کار چې د ببرک کارمل نه خوښیده نو ځکه خیبر د کارمل له لورې و وژّل شو.

په هر حال، د میر اکبر خیبر ترور او کودتا ته بهانه جوړه او زمینه برابره کړه. د جنازي په مراسمو کښې د جنازې د ګډونوالو چې ټول د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند غړي وو، پارونکې بیانونه او شعارونه ورکړل، داود خان د احتیاطي اقداماتو په لړ کښې د دي ګوند یو شمیر غړي بندیان کړل. د ثور د کودتا تر سره کونکو او پلویانو د خولې نقل قول دی چې وايي ګوند فیصله کړې وه که په ګوندي ملګرو حمله وشي دوی به د خپل ګوند د غړو په دفاع را پورته کیږي. همداسې و شول کله چې د داود خان د ولسمشرۍ په دوره کښې د خلک د ډیموکراټیک ګوند غړي بندیان کړل نو د ګوند نور غړي چې له پخوا يې په ملي اردو کښې نفوذ او شتون درلود او د داسې یو مناسب فرصت په انتظار ناست وو د حفیظ الله امین په مشرې په کودتا لاس پورې کړ، او د خپلو غړو پواسطه يې د ځان ژغورنې او سیاسی واک د ترلاسه کولو، او د بله پلوه خپلو ټولو سیاسي مخالفینو اوعام ولس د ځپلو لپاره کودتا تر سره کړه. دا داسې یو کودتا وه چې عام ولس خو لا پر ځای پریږده، حتی ځیني ګوندي غړي هم ترې خبر نه وو. ځینې کړۍ په دې باور دي چې د کودتا په جریان کښې په ارګ باندې روسي طیارو د کودتاچیانو په ملاتړ بمباري کړې ده. د دې لیکنې په وروستیي پړاو کښې را ته زما یو دوست چې هغه مهال يې په بګرام هوايي ډګر کښې دنده درلوده داسې و ویل: د ثور میاشتې د مخه یعنې لا د حمل په میاشت کښې ۲۰ روسي نوې ماډل طیارې افغانستان د سپارلو تر نامه لاندې د شلو پیلوټانو سره یو ځای راغلې وې. د کودتا په ورځ محل چنار (د افغانستان د هوايي او هوايي مدافع قواو د مرکز) کښې د هوايي قوایو قومانده د روسي سفیر پوزانوف، تره کی او کارمل چې هلته د سید محمد ګلابزوی (د هوايي ځواکون د مخابرې خورد ظابط) او اسدلله سروری په واسطه دلته راوړل شوي وه، او د کودتا په ورځ يې د دغو طیارو چې په ارګ يې مستقیما بمباري کوله، قومانده په لاس کښې لرله. ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کښې یوازې یو افغاني پیلوټ چې غوث الدین نومیده او په ګاګارین مشهور وه ، ونډه درلوده او بس.

که د خیبر د مړینې پیښه نه وای را منځته شوی بیا هم کودتا کیدونکې وه ځکه د نور محمد تره کي په وینا دوی د اسد یعنی زمري په میاشت کښې د کودتا پلان درلود. دوی غوښتل چې د دوی انقلاب باید په اصطلاح د زمري انقلاب په نامه یاد شي (په داسې حال کښې چې رښتوني ولسي انقلاب لپاره څوک دقیق وخت نه شي ټاکلی).

پاتې شته…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د