شعـــــرونه

د اوښكو جنازې

بلال

له ګيلو نه بس ګيلې پسې را درومي
لمر پريوتی ده او شپې پسې را درومي

د ژوند شپه مې د زړګي په غم سبا کړه
د خپلو اوښكو جنازې پسې را درومي

زمونګ له چم نه ميړنو دي کډې کړي
ځكه ډلې ډلې قافلې پسي را درومي

رقيبانو را ته ټولو لاس يو کړی
د رقيب د چل جرګې پسې را درومي

لكه څانګه اوس د ګولو نه را مات شوم
اشنا ستا د غم قيصې پسې را درومي

يو زه نه يم ټول جهان په غم سر شوی
بلاله د بيلتون درنې څپې پسې را درومي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x