افغانستان

کاپیسا: د بهرنیانو په بمبار کې اته تنه ماشومان شهیدان شوي

boy killed by nato airstrike helmandنن ټکی آسیا: د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې اته تنه ماشومان وژل شوي دي.
د کاپيسا ولایت والي جنرال محراب الدین صافي ویلي چي تیره ورځ د بهرنیو ځواکونو له خوا د نجراب ولسوالۍ د پاس ګیاوي په کلي کې بمبار تر سره شو، چي له کبله يې اته تنه ماشومان شهیدان شول.

د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي جمهور رئیس حامد کرزي د بهرنیانو له خوا دغه بمباری په کلکه غندلې او ددغې پيښي د څیړني په موخه يې هیئت ټاکلی تر څو سیمي ته ولاړ سي او له نیژدې څخه دغه پيښه وڅیړي او رپوټ يې جمهوري ریاست ته وړاندي کړي.
د کاپیسا په ولایت کې فرنسوي عسکر میشت دی، چي څو ورځي تر مخه یې څلور عسکر د یوه افغاني سرتیري له خوا ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x