افغانستان

اشرف غني کندهار او عبدالله عبدالله هرات ته واليان وټاکل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو نن د کندهار او هرات لپاره خپل والیان رسماً اعلان کړل.

د سیمه اورګانونو د خپلواکې ادارې د خبرپاڼې له مخې ډاکټر همایون عزیزي چې تر دې وړاندې د هرات د ولايتي شورا ريیس پاتې شوی نن د رسماً د کندهار د والي په توګه وټاکل شو.

یو څلوېښت کلن همايون عزيزي د هرات ولایت اوسېدونکی دی، چې د کابل پوهنتون له طب پوهنځي فارغ او د نورو زده کړو لپاره فرانسې ته تللی دی.

نوموړی په انګلیسي، فرانسوي، پښتو او دري ژبو خبرې کولای شي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی.

ډاکټر همايون عزیزي چې په فرانسه کې زده کړې کړې، د توريالي ویسا پر ځای چې کاناډايي تابعیت لري د کندهار د والي  په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو ارګانونو د بلې خبرپاڼې له مخې ویل شوي چې محمد اصف رحیمي د هرات د والي په توګه وټاکل شو.

محمد اصف رحیمي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د نبراسکا له پوهنتون څخه په مدیریت کې اسناد لري د اصیل الدین جامي پرځای د هرات والي شو.

نوموړی تر دې وړاندې د کرنې وزارت وزیر پاتې شوی دی.

د نا تاييد شویو راپورونو له مخې د ولایتونو د وېش په لړۍ کې کندهار ولایت د ګډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني او هرات د اجرايوي رییس عبدالله عبدالله په برخه رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x