لینوو (Lenovo) خپل پیاوړی سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): ډیر شمیر کمپنۍ خپل سمارټ فون دوه ګیګا بایټ رېم سره وړاندې کوي خو اوس ځینې داسې کمپنۍ هم شته چې خپل نوي تولیدات له څلور ګیګابایټ رېم سره وړاندې کوي.

تر دې مهاله ‌ذېن فون ۲ (ZenFone 2)، مای نوټ پرو (My Note Pro) او شیایومي له څلور ګیګابایټ رېم سره وړاندې شوي او اوس د لینوو کمپنۍ هم غواړي خپل نوی سمارټ فون له څلور ګیګابایټ رېم سره کاروونکو ته وړاندې کړي.

دا لومړۍ ځل دی چې لینوو کمپنۍ غواړي یو پیاوړی سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي. د کاروونکو توجه جلبولو لپاره دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون چې کې ۸۰ (K80) نومول شوی له څلور ګیګابایټ رېم سره کاروونکو ته وړاندې کوي.

د لینوو کمپنۍ دغه سمارټ فون د رېم اندازه او نور ډیزاین ذېن فون ۲ (ZenFone 2) سمارټ فون ته ورته ده. د دغې سمارټ فون بیه او ځینې ځانګړتیاوې د ایسوس (Asus) له سمارټ فون څخه کاپي شوي.

لینوو کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون کې ۴ ګیګابایټ رېم، ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتولو وړتیا او ۴۰۰۰ ملي امپیر بیټرۍ ځای پر ځای کړی. د کې ۸۰ (K80) سمارټ فون بیټرۍ کولی شي د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي.

کې ۸۰ (K80) سمارټ فون اصلي کامره ۱۳ میګاپکسله او مخکینۍ کامره يي ۴ میګاپکسله ده. په عمومي ډول د دغې سمارټ فون د کامرې وړتیا هم د ستایلو وړ دی.

لینوو کمپنۍ رسنیو ته ویلي چې دغه کمپنۍ به د اپریل میاشتې تر اخره دغه سمارټ فون په خاکستري، تور ته ورته، نقره ای او سور رنګونو کې د ۲۹۰ ډالرو په بیه کاروونکو ته وړاندې کړي.

هیره دې نه چې د دغې سمارټ فون یو ورژن به له دوه ګیګابایټ رېم او ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره هم کاروونکو ته وړاندې کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د