ادبي لیکنيپښــــتو ادب

د کېږدۍ له شلمې ناستې څخه مو خبروم

رحمت الله حکیمي
د کېږدۍ شلمه ناسته د غويي په څلورمه د پکتیکا پوهنتون په تدریسي خونو کې تر سره شوه ، سیف الرحمن د عبدالرازق بېنوا په غوښتنه د قران عظیم الشان د تلاوت د پاره په د ریځ ور روان شو ، د تیرې ناستې ګذارش اورونه د وروسته رارسیدو په خاطر د ویم پړاو ته شوه .
دا ژوندی د ی د ا وېده په هدیره کې د شهید قبر د ی زړه په هدیره کې

د محمد ذاکر ذاکري د غزل مطلع پورتنۍ مطلع وه چې د کره کتنې د روازه یې وټکوله شېرمحمد مهد یې بیت روان ، ښکلی او د اسلامي ارزښتونوپربنسټ لیکل شوی وباله ، حکیمي په ورزیاته کړه ، چې په د واړو نیم بیتوکې معنوي تناسب له ورایه ښکاري ، د ذاکر د ا وینا :

بیا خړوبه شوه د تن په وینو ځمکه ټوکیدلي د ي واښه په هدیره کې

په حکیمي د رنده ولږیده ، زیاته یې کړه چې که څه هم په غزل کې د بیتونو د معنوي تغیر مزي شلیدلي نو باید د لومړي بیت سره په مفرد اوجمع اسمونو کې سموالی اورغښت موجود وای د سیف الرحمن د ې خبرې چې ( د اسلام ونه د وینو په بیعه وده اونمو کوي ) بیت په سمه معنا ګډونوالو ته وروپېژانده مهد د دې خبرې په اوریدوسره د تایدپه اشاره سروخوځاوه زیاته یې کړه چې د ازادۍ ونه د دزلمیو د تن په وینو لویږي ، د چپه انګرینې راوړلوخبره د مهد لخوا په د ې بیت وشوه :

یوکارغه چې زیری راوړو د پردیسو
په بلی نه چغیـــــده په هـــــــدیره کــــې

ټولو ګډونوالو د غزل په اخري بیت کې د چېنار ټوکیدل په هدیره کې ناسم وګنل معمولا په شاعرۍ کې چې د چنار نوم اوریدل کیږي په ذهن کې مو د ګودر کلمه تداعي کیږي ، مهد وویل امکان لري چې شاعر د قافیي د بوج په اساس د اوینا کړې وي ، چې ذاکري یې ارایه د اسې کړې وه :

یوې مرغۍ له بچو ډکه ځاله یوړه شین چینار خو وچیده په هدیره کې

ذاکري د ټولو ګډونوالو نظرونه په ځای وګڼل له د وی ته یې د کورودانۍ کلمې وویلې .

د تیرې اونۍ راپور د محمد انور علیمي د نه راتلو په اساس شیرمحمد مهد په ګډوانولو واورولو ، د راپور پیل په د ې لنډي ( په لویه لار کې اوربل کړ روغ پرې تیریږي رنځور لاس پرې تودوینه ) شوی وو ؛ نو ځکه په حکیمي خوږ ولګیده ، په ګذارش کې د ې جملو ( ادبي د رس د سختو ګواښونو سره مخ شو ) او ( په راپور د حکیمي د انتقاد غشي لګیدل ) د حکیمي سربېره په ټولو ګډونوالو د تاثر اوبه وڅښې ځکه چې د ارایې له نوي چل څخه یې کار اخیستی وو ، ګڼو شاعرانو د مشاعرې په لور ګامونه ورکېښودل خو د  ذاکري اوبریال په خوږو اوزړه راښکونکو غږونو کې د کاروان له د ې بیت څخه د موسیقت څادر غوړیده :

وطن د اور په سیند کې لامبي زلمي جنګ خوړلي
د کابـــل جان د نجـــــــونو مړي هم نهنګ خـــــوړلي

حکیمي د تېر په څېر د ناستې په ارزونه کې د ګډونوالو د هڅونې خبرې بیا، بیا ځلې وکړې ، شیر محمد مهد د حکیمي د خبرې په تایید د غضنفر هغه خبره وکړه چې ویلي یې وو ( هغه وخت لامبوزن کیږي چې سیند ته په عملي ډول ورګډ شئ ، که یوازې د تیورۍ په لارود سیند په غاړه ګرځئ غرقیدل به مو شوني وي )

راتلونکې ناستې ته احمد منیر د ادبي د رس راوړلو ژمنه وکړه ، ارزونکي په د اسې حال کې د دعا په ویلو ناسته پای ته ورسوله چې لاسونه د رب په لوري لپه وو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x