افغانستان

کندوز: د امام صاحب ولسوالي د سقوط خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له تېرې جمعې ورځې راهیسې د کندوز د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې بریدونو ته دوام ورکړی، چې ځينو سرچینو نن د امام صاحب ولسوالي د سقوط خبر ورکړ.

خپلواکي سرچينې وايي چې نن نږدې غرمه مهال طالبان د ولسوالي په یو کيلومترۍ کې په جګړه بوخت و، چې  مازیګر مهال يې د ولسوالي تعمير هم تر واک لاندې راوست.

د امام صاحب ولسوالي د سقوط په اړه تر اوسه طالبانو او دولتي سرچينو څه نه دي ويلي، خو د ورځې په اوږدو کې د دې ولسوالي ولسوال امام الدين قریشي رسنیو ته وویل چې که مرسته ور ونه رسېږي، ښايي تر ماښامه ولسوالي بشپړه طالبانو ته پرېږدي.

د طالبانو د عزم عملیاتو نن څلورمه ورځ ده، چې په هلمند، فراه، بادغیس، زابل او فاریاب سربېره يې کندوز کې هم پرلپسې نښتو ته دوام ورکړی دی.

د کندوز ولایت مفام ته په څلور کيلومترۍ کې د طالبانو د بریدونو خبر ورکړل شوی، چې لا هم ادامه لري، که څه هم له پلازمېنې کابل نه یاد ولایت ته د زمري پیکان په مشرۍ تازه دم عسکر تللي دي، خو تر اوسه يې د پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.


په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي وايي چې نږدې ده طالبان د ولایت مقام هم تر لاس لاندې کړي.

په داسې حال کې چې د کندوز امنیتي وضعیت د ګډ حکومت ټول لوړپوړي امنیتي مسوولین خورا اندېښمن کړي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن په درې ورځني سفر هند ته روان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدصادق

الحمدلله الحمدلله الحمدلله یاالله په خپل قدرت سره دادکفر زامن دادغرب چاپلوسان په خپلو ارادو وشرموی خدایه دادامام صاحب ولسوالی دعزم عملیاتو ابتدا وگرزوی خدایه داعمری گذارونه نورتندریز وگرزوی چی په تول افغانستان کی دکفرملاماته کری

عبدالولیحماد

آمين الله دي يي همداسي كري.

ابواکرام توخی

زه خوڅه نه وایم ، بس داوایم چی الله جل جلاله دی دشهداؤو دکونډويتیمانو اوزوریدلی کړیدلی افغانانو ارمانونه اودعاګانی اوژړاګانی قبولی کړی اودزړو پرهرونه یې ورته جوړکړی اوالله جل جلاله ته خوپه ټوله نړۍ کښی داميرالمومنين حفظه الله ترقیادت لاندی اسلامی امارت قایم کړی

الحاج استاذ بیانزی

زه فکر کوم ، چه مونږ د اخری ژوند په اخرو شیبو کی اوسیږو ، نو د الهی ازموینی معیار هم لوړ شوی ، زما په شان ساده ، زاړه ، او کمزړی مسلمانان خو یی زور نه لری ، او که دا د جال د راوتلو وخت وی ، د الله ج اراده هم داده چه حالات د مسلمانانو په ضد پیچلی او له هر اړخیزو خطراتو ډک وی ، داچه کوم کسان په دی حساسه او لویه الهی ازموینه کی بیا هم د دجال او دجال سیستم د فتنو او کړنو مقابله کوی ، زما په اند ،… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x