MUSLIM-WOMAN

د «مثالي ښځو» بېلګې

لیکوال: م.ش. کاموي

د تېرې پيړۍ عربو څخه يو د خپل سفر له نادرو پېښو، چې ډېره په زړه پورې يې موندلې وه رانقلوي، او وایي:

د يمن په لارو تېرېدم، لاره کې ګورم چې يو هلک د سرک غاړې ته ولاړ دی، او خپل رب په اشعارو کې ستايي؛ يو څو قدمه نور چې وړاندې لاړم، دا کلمات مې ترې ترغوږه شول:

د اسمانونو دپاسه چې کوم پاچا دی يواځې هغې ته د عاجزۍ سر ږدم — هر چاته يې عظمت او لوی شان ښکاره دی

زه ورژدې شوم، اوسلام مې پرې وکړ

– زه به ترهغه ستا د سلام ځواب درنکړم، ترڅو دې چې زما حق نوي راسپارلی.

– حق دې دی؟

– زه يو هلک، د ابراهيم عليه السلام په مذهب یم، هره ورځ له يوه څخه تر دوو ميلونو پورې فاصله وهم، تر هغه د ماسپښين او ماسخوتن ډوډۍ نخورم ترکومه مې چې يو ميلمه نوی بيدا کړی. دا شرط مې ورسره وما نه، هلک ډېر خوښ شو، او د خوشحالۍ اظهار يې وکړ، دواړه روان شو، کله چې خيمې ته ورسيدو،غږ يې وکړ؛
– ای خورکۍ!

– آ…!

– ميلمه ته مو تیاری وکړه.

– صبر وکړه چې د الله تعالی شکر وباسو، کوم چې موږ ته دا ميلمه نصيب کړ.

نجلۍ دوه رکعته لمونځ اداء کړ، زه خيمې ته ننوتم، هلک پاڅېده چاړه يې راواخيسته ترڅو پرې ګډ ذبحه کړي، کله چې کېښانستېدم، ناڅاپه مې پر نجلۍ سترګې پرېوتې، ګورم چې بې سارې پۍ مخې او حسينه وه، نو پټ پټ مې ورته په وار وار کتل، را باندې پوهه شوه، راته يې ووې:

آيا ته لدې حديثه خبر نه یې کوم چې موږ ته د يثرب له سړي – رسول الله صلی الله عليه وسلم – رانقل شوی: او ويلي يي دي: “ليدل دسترګو زنا ده” زه ستا رټنه نه، تاديبول غواړم، ترڅو بيا داسې کارونه ونکړې، کله چې شپه راورسېده، زه او هلک له خېمې خارج، او نجلې دننه وېده شوه، ټوله شپه له خيمې څخه د قرآنکريم تلات په ډېر ښکلي اواز راته، چې سهار شو، هلک نه مې پوښتنه وکړه:

– دا اوز د چا ؤ؟

– دا زما خور ده، هر شپه همداسې عبادت کوي.

– تا خو بايد کولای.

– ته خو ډېر عجيب سړ يې، توفيق ورکول او خيستل د الله تعالی لاس کې دي.

دا بله مؤمنه خور ده؛ دا هم مريم رضي الله عنها سره د “مثالي ښځو” ټولي کې ځان شاملول غواړي، وګورئ پر خپل عفت څومره مشفقه ده، کله يې چې د سړي وار په وار ليدل درک کړل، او پدې پوهه شوله چې سړی يې فتنه کې اچولی، نو مخکې لدې چې د نورو حرکاتو انتظار وباسي، ژر سړی د خپل رهبر او مرشد رسول الله صلی الله عليه وسلم قول ته متوجې کوي، دا ورته په ډاګه کوي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دا ډول ليدلو منعه کړيو؛ ځکه سترګې هم، لکه د بدن نور غړي زنا کوي، او دې حديث – د سترګو زنا کتل دي – سره يې د دې کار څخه ډاروي, او د الله تعالی دا حکم پرځای کوي چې فرمايي:

” قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إن الله خبير بما يصنعون. وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن”

“اى پيغمبره! موءمنانو نارينه وء ته ووايه چې خپل نظر تركنترول لاندې وساتي او دخپلو شرمځيونو ساتنه وكړي ، دا دهغو لپاره ډېره پاكه كړنلاره ده ، هغوى چې څه كوي الله پرې خبرېږي. او اى پيغمبره ! موءمنو ښځوته ووايه چې خپلې سترګې تركنترول لاندې وساتي”.

او همدا راز ابن عباس رضي الله عنه د دې آيت ” يعلم خائنة الأعين و ما تخفي الصدور ” تفسير کې وايي:

“دا د هغه سړي په اړه کوم چې د يو کور خلکو ته ورځي، او يا پرې تيريږي، دوی کې ښکلې ښځه هم ده، کله چې د هغوی پام واوړي، دی ورګوري، او چې هغوی دېته متوجه شي، دی سترګې ښکته کړي، بيا چې د هغوی پام واوړي، دی وروګوري، او کله چې هغوی بېرته متوجه شي، دی سترګې ښکته کړي”.

دا نجلۍ پدې ښه پوهيده کچېرې زه چوپتيا غوره کړم، او غلې پاتې شم، نو ګواکې د زنا پر مقدماتو مې ورسره هوکړه وکړه، سړی به هم وړاندې لاړ شي.

يوه درمانونکي يادګيرنه؛ داچې سړی مېلمه دی، خجلات نشي، خبره بل اړخ ته توجيه نکړي، نو د منعې صراحت ورته کوي، چې زما مطلب ستا شرمول، او ذليل کول نه بلکې متوجې کول او دا ډول بدو کارونو، نه تکرارولو ادب ښوول ؤ، ځکه تا که اول ځل ناڅاپي، خو ورپسې تکراري ليدل وکړه.

تکراري ليدل د علي رضي الله عنه حديث کې منعه شوي؛ لکه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ووې:

ای علي! د اول ځل ـ ناڅاپي – ليدلو نه وروسته به بيا نګورئ، اول ځل ليدل درته معاف خو دويم ځل باندې نيول کيږي. او د دې ښه تفصيل د جريررضي الله عنه حديث کې دی؛ چې فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې د ناڅاپي ليدلو په اړه پوښتنه وکړه، نو راته يې ووې:” ژر دې مخ واړوه”.

د دې خور منعه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حديث په يادونه، عين د مريم رضی الله عنها ته ورته ده ” إِنْ كُنْتَ تَقِيّاً “.

سبحان الله…! دې مؤمنې خور عفت او دعوت؛ دواړه فريضې پرځای کړې.

د لیکني لومړی برخه:

د “مثالي ښځو” بېلګې (۱)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د