شعـــــرونه

زما وینی رنګ را وړی

شاعر: اسد الله رزین

جلال آباد مې څه ګناه کړې وه

داسې دی وینو کې چې ورنګاه ؤ

دا خو د شعر او ویښ احساس دیوان و
نا مرده تا ولي راوسوځاؤ

دی ته شاباس ویلو هیڅوک نسته
ظالمه تا هسې ځان وشرما ؤ

خوانخواره دا فتوی درکړې چا وه
چې کړیدلی دي بیا وکړا ؤ

جلال آباد نه ؤ دا ټول افغان ؤ
تاچې پری داسې نا ورین ولوراؤ

هره دیره دی په غم ښه مړه کړه
سپین سرې مور بابا دي وژړاؤ

کومه خطا کومه تا دا تباه سې
زما په چمن دی توفان وچلاؤ

ګلان دئ وشکول ګلشن دی لوټ کړ
زوړ غم لا غم ؤ تا بیا وغماؤ
……………………………

ولې ته نه یی انسان تا سینه کې زړه نشته!؟
چې زما د وینو سیل دي وبهاؤ

خو ګوره! زما وینه مستې لري او شور لري
تا یی په لوی لاس شور را وپاراؤ

ګوره! زما وینه بیخې د خلاصیدو نه ده
تا هسې خوسې ځان پری ورنګا ؤ

زما خو نن نه زما تاریخ وینې دی
ما خپل تاریخ په وینو ونوماؤ

زما وینې نه دې مړې ژوندی وینې دي
ټول شرق او غرب یی سره ولړزاؤ

زما وینې ټولې د آزادی پیغام سوئ
د هر طاغوت په وره یی وځړاؤ

دا لاروانې دې ویده ویښه وي
پاپ او حاخام پوری ځان ور ورساؤ

زما وینې رنګ را وړي رنګ نه بدلوې
دکمونیزم تخت یی ونړا ؤ

نورې مستیږې چې توفان جوړ سې
د هر ښکیلاک غاښ یی ور وبریښا ؤ

زور یی ورکشلی شغالئ حملې کړی
د زبر ځواک ځواک یی سخت وتمباؤ
………………………………………..

د آزادی ناوې ستا وینه غوښته
تا بی پروا ټول افغان ونازاؤ

غلیم ته سره لیکه یی ای د توفانو خاورئ
ستا تورې بورې شیطان وتوراؤ

د ماهی پر پیچومئ کله هیر دي
چې هر بدماش دی پکې وزغلاؤ

د درونټې مستې دی خوسې نه وه
د هر مها ل غدار دی وتښتاؤ
…………………………….

جلال آباده! جار بلا دی واخلم
ستا قربانې مړ ضمیر وښوراؤ

جلال آباده! د ویاړونو څلې
د هر فرعون فرمان دی وننګاؤ

جلال آباده! د آندونو دنیا
تا هر شاعر خپل ټال کې وټالاؤ

د شهادت جام ته به لار کې ناست وی
(رزین) دی هم ښه ورته ولمساؤ

۹ او ۴۰ دقیقی ماخوستن د جمعی شپه ۲۳/۴/۲۰۱۵ بایی پاس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

یاره هر خبیث او مفسد چی دا کار کړی وی ډیره بی غیرتی یی کړی او خدای د ۷ پشته د دوزخ نه ونباسی-

ښکلی شعر وو د شاعر / نن ټکی اسیا نه یوه نړی مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x