ای پي ایل: پنجاب د حیدر اباد په وړاندې په ۲۰ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۴ل): نن د انډین پریمیر لیګ ۲۷مه لوبه د کینګز الیون پنجاب او سن رایزرز حیدر اباد لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې پنجاب لوبډلې په ۲۰ منډو ماتې وخوړه.

پنجاب لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې چانس ورکړ چې وروسته د پنجاب لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته شوه.

د حیدر اباد لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې د وارنر غوره توپ وهنې په مرسته خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې د حیدر اباد لوبډلې لپاره وارنر غوره توپ وهنه وکړه. وارنر په ۴۱ توپونو د ۱۰ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې.

هینریکس په ۳۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۰ او اوجا په ۲۶ توپونو د ۳ څلوریزو په مرسته ۲۸ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره پټېل او جونسن تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول. جونسن خپل څلور اورونو کې ۳۹ منډې او دوه ویکټې او پټېل خپل څلور اورونو کې ۲۵ منډې او دوه ویکټې واخیستې.

پنجاب لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې او د حیدر اباد په وړاندې يي په ۲۰ منډو ماتې وخوړه.

د پنجاب لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکو نننۍ لوبې کې د حیدر اباد لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. د پنجاب لوبډلې لپاره ساها غوره توپ وهنه وکړه.

ساها په ۳۳ توپونو د دوه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې چې وروسته يي خپله ویکټه د بولټ په بال له لاسه ورکړه.

حیدر اباد لوبډلې ټول توپ اچوونکي غوره لوبه وکړه او د پنجاب لوبډلې ته يي د هدف پوره کولو او منډو جوړولو اجازه ونکړه. بولټ او کمار د حیدر اباد لپاره تر ټولو غوره توپ اچوونکي ثابت شول.

بولټ نننۍ لوبې کې خپل څلور اورونو کې یوازې ۱۹ منډې او درې ویکټې او کمار خپل څلور اورونو کې ۲۳ منډې او دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د