
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندز د ولایتي شورا چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت درې ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي. دوی زیاتوي، که مرستې ور ونه رسېږي، د ولایت مرکز به هم ډېر ژر سقوط وکړي. د ولایتي شورا رييس، محمد یوسف ایوبي هم پخلی کوي چې د ولایت مرکز سقوط ته نژدې دی.
همداراز د ولایتي شورا مرستیال، امرالدین ولي څرګنده کړې ده چې د ګورتېپې سیمه کې ۲۸تنه اربکیان د طالبانو په اسارت کې دي. ولي زیاتوي، چې د اربکیانو قومندان څو ورځې د طالبانو په محاصره کې و، چې په پایله کې په تېښته بریالی شو او جنګیالي يې طالبانو ونیول.
له بلې خوا د کندز ولایت د امام صاحب ولسوال په ډاګه کړې ده چې له پنځو سوو جنګیالیو سره یې اړیکه پرې شوې ده. امام الدین قریشي ویلي و چې طالبان د ولسوالۍ بازار ته راننوتي او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده.
په ولسي جرګه کې د کندز ولایت استازی، عبدالودود پیمان په کندز کې د بیړني وضعیت لامل له طالبانو سره د والي او امنیه قومندان مرستې ګڼي.
«کندز سقوط نه کوي»
کندز داسې مهال د سقوط په درشل کې دی، چې په ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر غني فوق العاده استازی، احمدضیا مسعود د کندز په هوايي ډګر کې د دغه ولایت د محلي چارواکیو دا څرګندونې رد کړې چې ګواکې کندز به د طالبانو لاس ته ولوېږي. مسعود د مرستیال والي پر خلاف ادعا کوي چې سیمې ته له بلخ ولایت څخه تازه دمي ځواکونه استول شوي دي.
مسعود ځکه د کندز د سقوط خبره ردوي، چې «د امنیتي ځواکونو مورال لوړ دی». د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي: «ښايي ډېر نهیلي نه شو». صدیقي مني چې له څو ورځو راهیسو د طالبانو تر یرغلیزو بریدونو لاندې دي.
له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کندز کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، چې پر ګورتېپې ولسوالۍ سربېره د امام صاحب ولسوالۍ زیاتې برخې هم نیول شوي دي. ولسوال هم ویلي چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ په څو کیلومترۍ ته رسېدلي دي.
د طالبانو «عزم» عملیات
طالبانو د تېرې جمعې پر ورځ د «عزم» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل. د «عزم» له پيل سره، طالبانو په څو ولایتونو کې د ګډحکومت پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي. کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبانو په کې پراخې سیمې نیولي دي.
طالبانو د «عزم» عملیاتو او وروستیو پرمختګونو په اړه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي: «په مزدور او غلام دښمن د مجاهدینو لخوا په هرځای کې د محاصرې کړۍ تنګه شوې ده، له هغې جملې څخه د کندز ولایت د مرکز اړوند په ګورتېپه، امام صاحب، قلعه زال اوعلی اباد سیمو کې، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په زمانخيلو سیمه کې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ او د هېواد په مختلو نورو برخو کې په دښمن لسګونه بریدونه ترسره شول.»
الحمد الله ثم الحمدالله ان شاءالله به عون ومدد پروگار عالمیان کا عاقب از آن متقین در دار دنیا ودر آخرت است ومیباشد وخواهدبود ان شاءالله تعالی.
نصرت وپیروزی از هر گوشه ئی دنیا در درخشیدن است حالا مجد وعظمت وبزرگی از بین رفته شده این دین عزیز وگرامی رو به اعاده شدن است انشاء الله فقط (انماالنصرصبر ساعة)
= یا کابل انا فادمون ان شاء الله =
الحمدلله ثمه الحمد لله برهمه پیروان حق لازم است که درپنج وقت نماز وتهجدبرای پیروزی اسلام وشکست کفروغلامان کفر ازدرگاه رب منان دعا کنند که پیروزی به دست اوست انشاءالله که پیرزی نزدیک است