د رحمت زلفې خورې وې د کسرا مانۍ کږې وې
د رحمت زلفې خورې وې د کسرا مانۍ کږې وې
اسمانونو کې خندا وه د ملکو خولې خوږې وې
اي رحمان رحيمه ستا ذات يوه نوې فيصـله کړه
د ثواب او عذابونو له بشر سره وعــــــــــدې وې
ابليـــــــس خاورې بادولې په بچيانو يې شيندلې
د بُتانو کـوچ روان وو ، د رحيل لوړې نعرې وې
د عرفان سيلۍ په ورو ورو ، نوي يون ته تياری کړ
جهل تللو ته چمتو وو د وحشت سلګۍ سړې وې
د قانــــــــــون خړه څېره بيا په خندا وه ځلېدله
د نفسي امارت څلي نړېدل وروستۍ شېبې وې
د د هشت په نړۍ دغه سباوون راشـــده څه وو ؟
ولادت د محمــد (ص) وو ، د ځلانده لمر شُعلې وې
——-
راشد