سیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنه – دویمه برخه

 احمد الله عاطفی
ابوبکر صدیق(رض) په اته لس کلنی کی د سوداګری د  نده خپله کړه چې پدی اړ وند يې شام، عراق ، یمن او ورته سیمو ته سفرونه د رلودل، له د غو سیمو څخه يې رختونه اونور سا مان اخستل په مکه او څیر مو سیمو کی پلو رل۰

ده مبارک په لږه موده کې د  صدا قت او زیارپه بنسټ، د  انصاف په رڼا کې د خپل وخت له سودا ګرو څخه پر مخ ولاړ ،ځانګړی نوم او مقام يې تر لاسه کړ چې د خپل وخت توا نمند او پا نګه وال شخص په حیث يې د مکی په مخورو کې لوړ حیثیت غوره کړ!

څومره چې د ده د  پانګی او سوداګری ساحه پراخیده په هماغه پرتله يې د سخاوت او صله رحمی کچه لوړیده، لوږو ته يې خواړه، لوڅوته يې جامی اوکونډو یتیمانو ته يې ځانګړی مرستی برا بر ولی، لنډه د اچې هر څوک يې په مصیبت لیده پرته له تو پیره يې مرستی ته رسیده، ټولو خلکو سره يې په مینه او محبت را شه د رشه د رلوده، کله يې د  رواغ نه د ی ویلی شراب اونورو عبسیا تو څخه يې نفرت د رلود، په هغه د ورکی چې څومره بد ې وی له ټو لو لری اوسیده!

ابوبکر صدیق (رض) د عربی ژبی ستر ښوونکی او د عربانو په تاریخ له ټولو زیات پوه و، د عربانو په کورنیو او سټو پیژ ندو کې پراخ معلومات د ر لود، له د ه څخه په عربی د ود او عنعنو کې چا زیاته پوهه نه د ر لوده، د قبیلوی ویش په اساس د قتلو نو اوسترو شخړو او جنګونو د روغی جوړی وروستی پریکړه، د ده مشر تابه لانی تر سره کیدی او په کورنیو کی چې ستونځی وروستی حد ته رسیدی د پریکړی له پا ره يې د ه ته رجوع کوله، یواځی د قریشو قبا یلو نه بلکه نورو عربی قبا یل هم د ده په فراصت او پوهی باور د ر لود او د ده زیات د رنا وی يې کاوه۰

آبو بکر صدیق (رض) به اکثره وخت د سوداګری لپاره نورو سیمو ته سفرونه د ر لودل چې د لا ری په اوږ د  وکی د مختلفو قبیلو سره يې مخه کیده، د نورو سیمو خلک چې د ده نوم ،ریښتینولی او انصاف سره اشنا ول، په خپلو سیمو کی یې د ده هر کلی او پا لنه کوله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د