شهید او شهادت – شپږمه برخه

مولوي محمد نعیم
د بېلګې په توګه په اسلام کې د هر کافر حقوق په ښکاره بیان شوي، هغه که ذمی دی، که مستأمن، که حربي او که معاهد، کله که آن د کوم مسلمان له خوا تېری پرې کېږي هم، د اسلامي اصولو په رڼا کې به سزا ور کول کېږي.

همدا رنګه په اسلام کې د حیوان حقوق هم خوندي دي، چې زیات بار به نه پرې وړل کېږي، خوراک او څښاک به سم ور کول کېږي، سمه پالنه او روزنه به یې کېږي، که چا د کوم حیوان په حق تېری کاوه مخه به یې نیول کېږي.

عَنْ سَهْلِ ابْنِ الْحَنْظَلِيَّةِ قَالَ : خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فِى حَاجَةٍ فَمَرَّ بِبَعِيرٍ مُنَاخٍ عَلَى بَابِ الْمَسْجِدِ مِنْ أَوَّلِ النَّهَارِ ثُمَّ مَرَّ بِهِ آخِرَ النَّهَارِ وَهُوَ عَلَى حَالِهِ فَقَالَ « أَيْنَ صَاحِبُ هَذَا الْبَعِيرِ ». فَابْتُغِىَ فَلَمْ يُوجَدْ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « اتَّقُوا اللَّهَ فِى هَذِه الْبَهَائِمِ ارْكَبُوهَا صِحَاحاً وَكُلوهَا سِمَاناً …».[1]

ژباړه: له حضرت سهل بن الحنظلية رضى الله عنه روایت دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د څه کار لپاره بهر ته را ووتو، سهار د مسجد نبوي په دروازه کې په یو اوښ چې چو ( پروت ) و تېر شو، بیګاه ته یې بیا ولید چې په همغه توګه چو ( پروت ) دی، نو یې ویل: ددې اوښ څښتن چېرته دی؟ خلک ورپسې وګرځېدل خو پیدا نشو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددې څارویو په اړه له الله جل جلاله څخه ووېرېږئ! په داسې حال کې پرې سپرېږئ چې روغ وي، او په داسې حال کې یې خورئ چې څاربه وي. یعني ښه یې ساتئ، د خوراک، څښاک، روغتیا او ناروغتیا خیال یې ساتئ. د ناروغۍ په حال کې مه پرې سپرېږئ، بار مه پرې وړئ.

تر دې چې په احادیثو کې راځي چې الله جل جلاله یوه مېرمن له پېشو سره د ناسم چلن له امله دوزخ ته بیايي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ – رضى الله عنهما – أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « عُذِّبَتِ امْرَأَةٌ فِى هِرَّةٍ سَجَنَتْهَا حَتَّى مَاتَتْ ، فَدَخَلَتْ فِيهَا النَّارَ ، لاَ هِىَ أَطْعَمَتْهَا وَلاَ سَقَتْهَا إِذْ حَبَسَتْهَا ، وَلاَ هِىَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ »[2]

ژباړه: له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یوې مېرمنې ته د پېشو له امله عذاب ور کړل شو، چې بندي کړې یې وه تر دې چې مړه شوه، نو له همدې امله دوزخ ته لاړه، نوموړې نه خپله خوراک او څښاک ور کاوه، او نه یې خوشې کوله چې د ځمکې حشرات وخوري.

سبحان الله! اسلام څومره د مهربانۍ، عدف او انصاف دین دی، په داسې حال کې چې اسلام دحیوان دحقوقو د ساتنې او ژغورنې سپارښتنه کوي، او تیري کوونکو ته د دوزخ سزا ور کوي، څه فکر کېږي چې د انسان د حقوقو په اړه به د څومره زیات غور او پام غوښتنه کوي. او په حقوقو یې تېري کوونکو ته به څومره سخته سزا ور کوي. د انسان د حقوقو په اړه د اسلام د مبارک دین ژوره او غوڅه پاملرنه له دې هم څرګندېږي چې الله جل جلاله خپل حق بښي، خو د بنده حق تر هغه نه بښي تر څو چې یې بنده په خپله و نه بښي.

له راتلونکي مبارک حدیث شریف نه معلوميږي آن له حیوان سره ښه کول د انسان د ګناوو د بښل کېدو لامل ګرځي:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِى بِطَرِيقٍ اشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ فَوَجَدَ بِئْرًا فَنَزَلَ فِيهَا فَشَرِبَ ثُمَّ خَرَجَ فَإِذَا كَلْبٌ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ فَقَالَ الرَّجُلُ لَقَدْ بَلَغَ هَذَا الْكَلْبَ مِنَ الْعَطَشِ مِثْلُ الَّذِى كَانَ بَلَغَ مِنِّى. فَنَزَلَ الْبِئْرَ فَمَلأَ خُفَّهُ مَاءً ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ حَتَّى رَقِىَ فَسَقَى الْكَلْبَ فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ ». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنَّ لَنَا فِى هَذِهِ الْبَهَائِمِ لأَجْرًا فَقَالَ « فِى كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ ».[3]

ژباړه: له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( یو سړی په لاره روان و، که ګوري سخت تږی شو، په دې کې یې یوه څاه پیدا کړه، سمدستي پکې کوز شو، اوبه یې وڅښې، او بېرته را ووتو، که ګوري اخوا یو سپی سیلېږي، د تندې له لاسه لندې خاورې خوري، سړي له ځان سره ویل دا سپی تندې داسې پسې اخیستی لکه زه یې چې پسې اخیستی وم، نو بېرته څاه ته کوز شو، خپله موزه یې له اوبو را ډکه کړه، بیا یې په خوله کې ونیوه، تر دې چې را وختو، او سپي ته یې اوبه ور کړې، د الله جل جلاله د ده دا کار خوښ شو، نو بښنه یې ورته وکړه، صحابه وو کرامو وویل: اې رسول الله! صلی الله علیه وسلم. آیا په دې ځناورو کې هم زمونږ لپاره اجر شته؟رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په هر لانده ځیګر کې اجر شته!

په ځینو روایاتو کې راځي چې دا سړی یو ګنهګار او بد کار سړی و، خو چې له سپي سره یې ښه وکړل، الله جل جلاله یې ګناوې وبښلې، او په ځینو نورو روایاتو کې راځي چې دا یوه بدکاره ښځه وه، خو کله یې چې له سپي سره ښه وکړل الله جل جلاله یې ګناوې وبښلې.

نور بیا…

اخيستنځي:

[1] – سنن أبي داود. باب ما يؤمر به من القيام على الدواب والبهائم.
[2] – صحيح البخاري. وصحيح مسلم
[3] – صحيح مسلم. باب فضل ساقي البهائم. (24)