امريکا: د توکميز تاوتريخوالي له امله بالټي مور ښار کې پر ګرځېدو بنديز لګېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه ۱۳۹۴ل): د امريکا ميري ليند ايالت بالټي مور ښار کې د توکميزو شخړو او تاوتريخوالي له امله پر ګرځېدو بنديز لګېدلی دی.

راپورونه وايي، چې د امريکايي پوليسو له لاسه د تورپوستي ځوان له وژل کېدو وروسته د سيمې تورپوستانو پر مظاهرو لاس پورې کړی، پر پوليسو يې بريدونه کړي او تر اوسه په دغو بريدونو کې اوه پوليسو ټپيان شوي دي.

مظاهره چيانو دوکانونو، مارکيټونو او د پوليسو موټر سوځولي دي او پر امنيتي حوزې يې د ډبرو ګزارونه پيل کړي دي.

پوليسو د مظاهره چيانو د پاشلو په موخه پلاستيکي مرمۍ او اوښکې بهوونکی ګاز شيندلی او د شخړو او تاوتريخوالي له امله په سيمه کې پر ګرځېدو بنديز لګېدلی دی.

ميري لينډ ايالت سمندري بندره ګاه او شپږ لکه نفوس لري او اوس مهال د ميري لينډ والي ليري هوګن د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه يې په بالټي مور کې پر ګرځېدو بنديز لګولی او د امنيت ټينګولو په موخه يې ځانګړي ځواکونه ورغوښتي دي.

د تور پوستي ځوان له وژل کېدو وروسته د سيمې تورپوستانو د بالټي مور د پوليسو وياند کيپټن ايرک رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د مظاهره چيانو په بريدونو کې تر اوسه اوه پوليس ټپيان شوي، چې د يو تن روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دی.
د کيپټن ايرک په وينا پوليسو هم ګڼ شمېر مظاهره چيان نيولي.

د يادونې وړ ده، چې د روان اپرېل پر دولسمه د بالټي مور پوليسو يو ۲۵ کلن تورپوستی فرډي ګرې نيولی او د بند پر مهال يې د شکجنې پر زور وژلی دی.

تر دې وړاندې هم امريکا کې د تورپوستانو د وژل کېدو له امله لاريونونه او له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د