دکرکټ ملي لوبډلي ۱۹۵ منډی جوړې کړي
نن دجمعې مبارکه ورځ پردري نیمې بجې دشارجې په میدان کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ یوه ورځني نړیواله لوبه پیل شوه.. پچه افغانستان وګټله اوافغان کپتان نوروزمنګل توپ وهنه غوره کړه . افغان لوبغاړو په ۴۸ اورونوکې په ټولیزډول ټولې ۱۹۵ منډي جوړي کړي چې انفرادي شکل يې په لاندې ډول وو کریم صادق ۴۰ نورعلي ۹ محمدشهزاد ۲۰ نوروزمنګل ۱۱ محمدنبی ۳۷ ګلبدین نایب ۷ سمیع الله شنواري ۳۲ میرویس اشرف ۱۲ دولت زدراڼ ۱۲ شاپور زدراڼ ۲
دپاکستان دتوپ اچونکوله ډلې ځخه شاهدخان افریدی ۵، عمرګل ۲ وهاب ریاض ۲ لوبغاړي وسوځول . دیادوني وړده چې لوبي ته دراغلوزرګونوافغانانوله لوري خپل ملي ټیم خوراپه تودو ناروبدرګه کیده لوبه لادوام لري ، چې له لږشيبي وروسته به يې پاتې نیمايي پیل شي اوپاکستان به د۱۹۶ هدف په تعاقب لوبه کوي .
ندیم توخي