افغانستان

د کندهار د عامې روغتيا رییس ټپی شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقیوم پخلا په یوه بريد کې ټپي شوی دی.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک وايي چې ډاکټر پخلا تېره شپه د نامعلومه وسله والو تر بريد لاندې راغی.

د دوی په خبره نوموړی له خپل کار ځای څخه د کور په لوري روان و، چې په څوارلسمه امنیتي حوزه کې پرې برید وشو.

که څه هم صميم خپلواک وویل چې ډاکټر پخلا له دې بريده روغ وتلی، خو د مېرويس روغتون ځینو سرچينو رسنیو ته ويلي چې نوموړی ټپی شوی او تر درملنې لاندې دی.

د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیا درانی هم وايي چې په ډاکټر پخلا په څوارلسمه امنیتي حوزه کې د دوه راهي په سیمه کې تېره شپه نږدې اتنيمي بجې برید وشو.

د کندهار د والي د وياند په خبره تر اوسه يې د بريد کوونکو په اړه هڅو پایله نه ده ورکړي او نه هم د دې برید مسوولیت چا په غاړه اخیستی.

کندهار یو له هغو نا منو ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکي يې په جنايي جرمونو کې د امنيې قومنداني پولیس ور شریک بولي او وايي چې ډېری غلاوې او سړي تښتوني د دوی په همکاري ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x