شعـــــرونهپښــــتو ادب

عین او غین / قاري سعید

نن مازدیګر د ښار په لوی جامع کې
چې ملا سلام واړاوو
او زه د نورو مسبوقینو ترڅنګ
وروستي رکعت ته لاړم
ناڅاپه کړنګ شو مسجد ولړزېدو
له دروازې سره د سوې کړیکې غږ پورته شو
یوې مور سلګۍ وهلې
مسلمانانو یَوَزری زوی مې ورک دی رانه
امریکایانو رانه نیمه شپه له کوره وړی
نه یې بل ورور او نه یې پلار شته دی
دغه نجلۍ چې مې ترڅنګ ده دا یي مشره لور ده
نور نه غمخوار او نه پایوازی لري
پخوا یي کله کله حال راتللو
خلکو ویل پل چرخي کې دی او خلاص به شي زر
وخت یی پوره دی ، محکمې یې شوې
مګر د اڅو میاشتې یي بیا حال او احوال ورک دی
نه یي د ژوند نه یې د مرګ درک شته
نه یي کوم خط نه یې د بل چا په خوله حال راغلی
زامنو . . .
(مورکۍ سلګو واخیسته )
زامنو څه وکړم سوالګره نه یم
خو د ژوندي زوی یتیمان راپاتې
بې له الله نه بل یي هیڅوک د پوښتنې نشته
چې څه یي حال دی؟
مریضان دي؟
که نهر بیدیږي ؟
د مورکۍ کړیکه نه وه ، سمه لکه صور شپیلۍ وه
مسجد یې ولړزاوو
زه یې له ځانه بیګانه کړم ناخبره له دې
چې په لمانځه یم دالله په لوړ حضور کې ولاړ
ژبه مې بنده او سینه مې شوه له غرېوه ډکه
نږدې و عین و غین بدل شي رانه
**********
د عین او غین حکومت دی
تیاره اطاق کې د لیپ ټاپ رڼې ښیښې ته ناست یم
د پاچاهۍ له کیسو ځان خبروم
خبریال نوې سرېنده غږوي
وایي چې نوي پاچا
له پخواني پاچا د غچ د اخیستو په خاطر
او د بادار په دربار
د قبلیدو په خاطر
بګرام زندان یوځلې بیا په امریکا پلورلی
د ډکېدو لپاره
یې له څرخي پله د خلاصون په تمه ناست زندانیان
په ډلو ډلو دې وروړي بګرام بیا ډک شوی
بګرام پخوا چې په کلو په میاشتو نه ډکېده
دا ځل په څو ورځو کې
آن تر حلقومه په معصومو زلمو وپړسېده
زندان ځپلي ،بي ګناه او برأت شوی زلمي
دا ځل د کور په ځای له سره بیا بګرام ته لاړل
بګرام په خیټه موړ دی
بادار خوشال دی
غلام هم لکۍ په ناز اړوي
خو یوه سپین سرې مورکۍ
د جوماتونو له درګاوو سره چیغې وهي
او د پوړني په غلبېل پلو کې
د ژوندي ورک زوی یتیمانو ته خیرات غواړي . . .

د رجب اتمه ۱۴۳۶ هـ ق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x