
ښوونیزو ادارو کې ۹۱ سلنه ښځې له جنسي ځورونې سر ټکوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ښځو او ماشوماو د حقونو د څېړنیزه اداره وايي چې په افغانستان کې د مېرمنو په برخه کې د جنسي ځورونې تر ټولو لوړه کچه په ښوونیزو ادارو کې موجوده ده.
د «WCLRF» په نوم دغه اداره وايي چې د دوی د څېړنو له مخې په ښوونیزو ادارو کې ۹۱ سلنه مېرمنې د جنسي ځورونې ښکار دي چې دا په نورو ټولو برخو کې لوړه شمېره ګڼل کېږي.
د دوی د راپور په اساس د جنسي ځورونې په دویمه برخه کې کاري ادارې ځای لري چې ۸۷ سلنه مېرمنې پخپلو کاري ادارو کې له جنسي ځورونو سره مخ دي.
د مېرمنو او ماشومانو د حقونو دې څېړنیزې ادارې یو تن غړي قدرت الله برومند پرون په کابل کې په مندې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې په ټوله کې لس سلنو مېرمنو ورته ويلي چې د جنسي ځورونو څخه په امن دی پاتې ټولو په بېلابېلو چاپیريالونو کې له جنسي ځورونې شکایت کړی دی.
د امريکا په مشرۍ د ناټو په یرغل کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته افغان مېرمنې په ګډ ښوونیز او کاري سیستم کې په پراخه کچه کې ننوتلې چې د دې راپور له مخې یوازې نهه سلنه ښځې په دې ادارو کې له جنسي ځورونې ځانونه خوندي بولي.
دې ادارې ويلي چې دوی دغه راپور له ۳۶۵ تنو نه چې ۳۴ د جنسي تېريو ښکار شوې وي، د پوښتنو په اساس د یو کال په اوږدو کې جوړ کړی دی، چې په هرات، کندهار، کابل، کاپیسا، بدخشان، ننګرهار او بلخ کې يې مېرمنې پوښتلې دي.
په دې ناسته کې د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست سلاکارې حبیبې سرابې چې پخپله هم په ګډ حکومت کې ګډ کار کوي وویل چې دا راپور خورا ټکان ورکوونکی دی.
د نوموړې په خبره د جنسي ځورونې د مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوی ښه ثابېتدلی شي.
یاده دې وي د تعلیمي ادارو په برخه کې پراخ اخلاقي فساد چې په لوړو تحصلي مؤسسو کې د نجونو او هلکانو له ګډ تدریسي سیستم څخه را پیدا شوی د دې سبب شوی چې په کلیو او بانډو کې لا هم د نجونو د زده کړو په برخه کې څوک زړه نه شي ښه کولی.
ددیموکراسی مرام همداده سی میرمنی پکی په هرزای کی وزورول سی هرزای هرفاحش انسان ته په اسانی سره ورسیزی کنه نوتاسی و افغانستان ته دراغلی دیموکراسی بی له عیاشی اوفحاشی بله لاسته راورنه راشیاست؟ شکاره خبره دی سی نسته
د مشت نمونه خروار خبره کاملاْ درواغ ده. دا ۳۵۰ تنه ښخې د میلیونې ښځینه ټولنې نماینده ګي نشي کولای. دا راپورونه د غربیانو او د هغوی د اجنټانو په ذریعه خپریږي تر څو په دې هم وکولای شي د خلکو عکس العمل د بیا بیا نشریدو له مخې عادي کړي. داکسان او ټولنې پخپله غواړي دا ډول کارونو ته لارې هوارې کړي او په دې توګه د خلکو د تر منځ بدګماني رامنځته کړي. پاتې دې نه وي چې که کومه میرمن خپله بې لارې نشي نو په دې ټولنه کې هیڅوک هم ورته کاږه شانته نشي کتلای!!!!!