fbpx

اډي (Audi) کمپنۍ له هوا او اوبو څخه ډیزل جوړ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه ۱۳۹۴ل): د اډي (Audi) کمپنۍ د څیړونکو یوې ډلې چې جرمني کې په کار بوخت دي توانیدلي چې یوازې له اوبو او کاربن ډای اکسایډ څخه ډیزل ترلاسه کړي.

د څیړونکو دغې ډلې په وینا له اوبه او کاربن ډای اکسایډ څخه د ډیزل لاسته راوړلو پروسه ډیره اسانه ده. لومړۍ بدلیدونکی انرژي د اوبو څخه د اکسیجن او خالص هایدروجن جلا کولو لپاره استعمالیږي په داسې حال کې چې کاربن ډای اکسایډ د ګیس له ځانګړی کارخانې څخه ترلاسه کیږي. له دې وروسته لاسته راغلي عناصر ډیر زیات حرارت او فشار کې سره یو ځای کیږي. په نتیجه کې داسې یو مایع لاس ته راځي چې دغه کمپنۍ بلو کروډ (Blue Crude) نومولی او د تصفیه کیدو قابلیت لري.

څيړونکي په دې اړه وویل چې دغه طریقه د خالص ډیزل لاسته راوړلو له پروسې څخه هم ګټوره او اقتصادي دی. د دغې پروسې په مرسته لاسته راغلی ډیزل ۷۰ سلنه خالصه وي.

اډي کمپنۍ په وینا دغه لاسته راغلی ډیزل کولی شو له عام ډیزل سره ګډ او یا هم له ګډولو پرته یوازې دغه له اوبو او هوا څخه لاسته راغلی ډیزل په موټرو کې استعمال کړو.

اډي کمپنۍ د دې ډیزل تولیدولو لپاره د جرمني په درېسدن ښار کې یوه کارخانه هم جوړه کړې کوم چې کولی شي د ورځې ۱۶۰ لیټره ډیزل تولید کړي. اډي کمپني همداراز وویل چې غواړي په راتلونکي میاشتو کې د دغې کارخانې وړتیا اوچته کړي.

اډي کمپني وویل:« مونږ غواړو خپل د ډیزل تولیدات زیات کړو. که چیرې مونږ وتوانیږو یو شمیر کاروونکي جذب کړو نو له هغې وروسته به خپل د دغې ټکنالوژي اعلانونه خپاره کړو.»

د دغې ټکنالوژي په اړه د جرمني د پوهنې او څیړنې وزیر وویل:« د کاربن ډای اکسایډ څخه جوړ شوی ډیزل د ټکنالوژي په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده. که مونږ د کاربن ډای اکسایډ لپاره د استعمال ځای پیدا کړو نو کولی شو چاپیریال د دې عنصر له ناوړه اغیز څخه وژغورو.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د