افغانستان

اشرف غني هند کې د افغان سفارت ودانۍ پرانېسته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني په نوي ډيلي کې د افغان سفارت نوې ودانۍ پرانېسته.

اشرف غني پرون په افغانستان کې د ناټو له عمومي قومندان سره له څو ساعته ناستې وروسته مازيګر ناوخته ډيلي ته ورسيد.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په ډیلي کې د افغان سفارت د دې ودانۍ ځمکه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې اخیستل شوې وه او د دې سفارت د بنسټ ډبره د داود خان د جمهوریت په وخت کې کېښودل شوه، چې اوس يې له بیا رغونې وروسته د ګډ حکومت مشر د بیا پرانیستې مراسم ترسره کړل.

اشرف غني هند ته په درې ورځني سفر کې هلته له مېشتو افغان محصلینو سره په خبرو کې ومنله چې د لوړو زده کړو وزارت له فساده خالي نه دی.

افغان محصلینو نوموړي ته شکایتونه وکړل چې نه په بورسونو کې عدالت او روڼوالی شته او نه هم دوی ته معاشونه په وخت ورکول کېږي.

اشرف غني له دوی سره په خبرو کې وویل چې دوی د بشري قوې هغه برخه د یو منظم پلان له مخې پیاوړې کوي چې کولی شي د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره په دې سفر کې د اجرايوي ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم وزیر داوود شاه صبا، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریا خیل، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شېر محمد کریمي، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ویاند اجمل عبید عابدي،  یو شمېر افغان سوداګر او د ځینو رسنیو استازي ملګرتیا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x