افغانستان

کندوز: امام صاحب ولسوالي ته روان مرستندوی کاروان جګړه کې ښکېل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې د پیل شوې جګړې په پنځمه ورځ نن د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو د تازه دمو عسکرو د ور رسېدو خبر ورکړ.

د کندوز والي محمد عمر ساپی وايي چې له پلازمېنې کابل او بلخ نه تازه دمي عسکر د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه د کندوز مرکز او له هغه ځايه امام صاحب او قلعه زال ته روان شوي دي.

طالبان وايي چې دوی امام صاحب ته د مرستې په تمه روان شوی کاروان په جګړه کې را حصار کړی او تر اوسه لا هم د کندوز له ښاره نه دی وتلی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امام صاحب ته پر روانېدونکی مرستندوی کاروان يې کندوز ښار ته څېرمه په حق العبور پاټک کې جګړه پیل کړې چې لا هم روانه ده.

د کندوز په مرکز سربېره په قلعه زال، امام صاحب او دشت ارچې کې هم له څور ورځې راهیسې جګړه روانه ده.

طالبانو تېره ورځ وویل چې په امام صاحب ولسوالي کې يې تر ټولو لوی دولتي نظامي مرکز محاصره کړی دی چې د شپې په لس بجې يې د ۷ دفاعي پوستو د نیولو خبر ورکړ.

پر دې سربېره يې کندوز ښار ته څېرمه د ګڼو پوستو او عسکرو د نیولو هم ویلي دي، د کندوز والي هم رسنیو ته ومنله چې طالبان د ولایت مقام په شپږ کليومترۍ کې پراته دي، په ورته توګه د امام صاحب ولسوالي ولسوال امام الدين قریشي هم تېره ورځ وویل چې د دې ولسوالي په بازار کې جګړه روانه ده او که مرسته ور ونه رسېږي بشپړه ولسوالي به د طالبانو لاس ته پرېوزي.

د طالبانو د نویو عملیاتو نن پنځمه ورځ ده، چې پرلپسې يې په کندوز، فاریاب، هلمند او ګڼو نورو سیمو کې جګړه روانه ساتلې ده.

د کندوز د دشتې ارچې یو تن اوسېدونکي امريکا غږ ته وویل چې د اربکیانو له ظلمه خلک د طالبانو راتګ ته خوشال دي او په خبره يې ښايي د طالبانو د پرمختګ یو علت هم ولسي ملاتړ وي.

بل اړخ ته د کندوز د کډالو او راستنېدونکو چارو مسوولین بیا وايي چې د روانو جګړو له امله نږدې دوه زره کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو مشر سید عبدالسلام هاشمي وايي چې له څو ورځو راهیسې په مرکز سربېره په شپږو ولسوالیو کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې له امله يې زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي، د دوی په خبره دوی يې مرستې ته مټې را بډ وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوراحمد

خداى دى كرارى راولى كه طالب وژل كيژى اوكه عسكروژل كيژى تول يوافغان دى زه فه سعودى عرب كى يم (٤)كاله مي كيژ چى خفل گران اوخفل مورنى هواد مى نه ده ليدلى زكه چى زموژ فاسفورتونه فاكستانى دى زه خفل وطن ته نه شم تلى خودلته دوعا ورته كوه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x