fbpx

د ټویټر د مدیرانو اکاونټونه هیک شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه ۱۳۹۴ل): یو شمیر کسان بریالي شوي چې په ټویټر کې د تسلا شرکت او همداراز د ټویټر مدیر الون ماسک اکاونټونه هیک کړي.

د پي سي مګ راپورونو پر بنسټ هکرانو د دغو اکاونټونو له هیک کولو څخه وروسته له دغو اکاونټونو څخه یو شمیر لینکونه هم خپاره کړي.

هیکران د تسلا شرکت اکاونټ له هیک کولو څخه لږه موده وروسته د ټویټر اصلي پاڼې ته دننه شول. د اټیزم سکواډ (Autism Squad) نومې د هیکرانو ډله د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

ټکنالوژي برخې څیړونکو د دغې حملې له څیړلو وروسته ویلي چې کیدی شي دغه حمله یوازې یو کس له لوري ترسره شوی وي. کوم کسان چې دغه حمله ترسره کړی له یو بل سره کلکه اړیکه لري.

د هیکرانو دغه ډله د تسلا کمپنۍ ویب پاڼې له لارې د دغې کمپنۍ د ټویټر اکاونټ هیک کړی او د هغې له لارې يي په ټویټر کې شته بې شمیره اکاونټونو پاورسورډونه يي غلا کړي.

د ټویټر مدیران یو ساعت وروسته له دغې حملې څخه په دې وتوانیدل چې بیرته خپلو اکاونټونو ته داخل شي او د هیکرانو لخوا خپاره شوي لینکونه او پیغامونه پاک کړي.

د تسلا کمپنۍ ویب پاڼه او ټویټر اکاونټ هم له هیکرانو څخه پاک شوی خو د دغو پاڼو او اکاونټونو بیا رغول او شته امنیتي خنډونو له منځه وړلو لپاره کار روان دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د