fbpx

ایا په ګناه سره نېکي له منځه ځي؟

حامد افغان
په ښه عمل سره بد عمل له منځه ځي، یعني یو څوک بد عمل وکړي له هغه وروسته ښه عمل وکړي نو دا ښه عمل یې د هغه تیر بد عمل ګناه او عذاب ختموي، دا خبره په قرانکریم او مختلفو حديثونو سره ثابته شوې ده او دایې د تفصيل ځای نه ده، باید ووایم چې په عامه توګه دا خبره په وړو ګناهووو کې ده د لویې ګناه د بښلو له پاره توبه لازمي ده،

زموږ په عامو او خاصو خلکو کې دا خبره ډېره مشهوره ده، خو د دې خبري په عکس بیا څوک خبره نه کوي او نه مې له چا نه په دې اړه څه اوریدلي دي، د دې خبري له عکس نه مطلب دا چې ایا په ګناه سره نېکي له منځه ځي؟ یعني یو څوک ښه کار وکړي له هغه وروسته ګناه وکړي ایا دا ګناه په هغه ښه عمل اغیز کوي او هغه له منځه وړي؟ دې پوښتني ته د ځواب له پاره دوه ایتونه او یو د عائشې رضي الله عنها اثر را اخلم او په هغو کې د دې پوښتني ځواب نغښتی دی.

په لنډه توګه د دې پوښتني ځواب دا دی چې لکه په عمل سره بد عمل او ګناه له منځه ځي دا راز په بد عمل او ګناه سره هم تیر ښه عمل له منځه ځي، ځکه قرانکریم وایي: ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی دی تاسو په احسان بارولو او ضرر سره خپل خیراتونه مه ختموئ، لکه هغه څوک چې د ریاکاري په نیت خپل مال خیراتوي او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ (البقرة:264). له ایت نه معلومه شوه چې یو چاته خپل خیرات وریادول، په هغه احسان بارول د هغه زورول دي او په دې کړنه سره خیرات او د هغه ثواب له منځه ځي، لکه په ریاکاري سره چې خیرات ختمیږي.

بل ځای قرانکریم د هغو خلکو په اړه وایي چې هغوی به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نارې وهلې: ای محمد بهر راووځه،: ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی د رسول الله په غږ خپل غږونه مه لوړوئ او لکه تاسو چې خپلو کې یوه بل ته په لوړ اواز غږیږئ هغه ته داسي په لوړ اواز مه غږیږئ، کنه عملونه به مو ختم شي او تاسو به خبر هم نه یئ. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (الحجرات2).

په یوه روایت کې راغلي عالیه بنت افیع وایي: زه عائشې رضي الله عنها ته ورغلم په دې وخت کې هغې ته د زید بن ارقم رضي الله عنه مور راغله، او ورته ویې ویل: ای د مومنانو مورې! په اته سوه درهمه مې په زید بن ارقم باندي غلام خرڅ کړ د څه مودې په مخه، او بیرته مې په شپږ سوه نغدو له هغه نه هغه غلام واخیست، عائشې ورته وویل: دا پلورل او پیرل دواړه دي بد کارونه کړي دي، او که زید بن ارقم توبه ونه کاږي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرتیا کې یې چې کوم جهاد کړی دی هغه یې باطل او ختم شو. عن أبي إسحاق السبيعي عن امرأته العالية بنت أفيع أنها دخلت على عائشة ا فدخلت معها أم ولد زيد بن أرقم فقالت: يا أم المؤمنين إني ابتعت غلاما من زيد بن أرقم بثمانمائة درهم نسيئة، وإني ابتعته منه بستمائة درهم نقدا، فقالت عائشة: بئس ما شريت وبئس ما اشتريت، وإن جهاده مع رسول الله قد بطل إلا أن يتوب. رواه عبدالرزاق 14812 والدارقطني 3/52 والبيهقي في الكبرى 5/330 .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د