ورزش

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ یوه ورځني نړیواله لوبه پاکستان وګټله

 afridi

نن دجمعې مبارکه ورځ پردري نیمې بجې دشارجې په میدان کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ یوه ورځني نړیواله لوبه ترسره شوه .  پچه  افغانستان  وګټله اوافغان کپتان نوروزمنګل توپ وهنه غوره کړه . په لومړیوکې افغان ټیم خوراښه لوبه کوله چې په لږوخت کې دپام وړ منډې جوړې کړي ، خووروسته لوبه لږکمزوره شوه . افغان لوبغاړو په    ۴۸    اورونوکې په ټولیزډول  ټولې  ۱۹۵ منډي جوړي کړي چې انفرادي شکل يې په لاندې ډول وو کریم صادق ۴۰  نورعلي ۹ محمدشهزاد ۲۰ نوروزمنګل ۱۱   محمدنبی ۳۷ ګلبدین نایب ۷  سمیع الله شنواري    ۳۲    میرویس اشرف ۱۲ دولت زدراڼ ۱۲ شاپور زدراڼ ۲ منډې جوړې کړي . دپاکستان لوبډلې ټاکلی هدف ۱۹۶ منډي ددرولوبغاړوپه سوځیدوسره په ۳۷ اورونوکې ترلاسه کړ.

دپاکستان لوبډلې یونس خان د۷۰ منډوپه جوړولوسره  ترټولو وړاندې وو عمران فرحت د۵۲ منډوپه جوړولوسره په دوهم درجه کې، کپتان مصباح الحق ۴۰ اسدشفیق ۲۰ اومحمدحفیظ ۸ منډې ترسره کړي . دپاکستان توپ اچونکوله ډلې ځخه  شاهدخان افریدی ۵ ، عمرګل  اووهاب ریاض دوه دوه     لوبغاړي وسوځول . په افغان بالرانوکې دولت زدراڼ ۲ اوسمیع الله شینواري ۱ لوبغاړی وسوځاوه . افغان لوبډلې که څه هم لوبه بایللې ،خوتراټکل ښه ولوبیده ، داسي ګومان کیده چې دپاکستاني بالرانوپه وړاندې به چې داوخت دنړي په کچه خورا غښتلې دي ، افغان لوبډله ترسلوزیاتې منډي جوړی نه کړاي شي . خوملي لوبډله وتوانیده چې خپل سکور تر۱۹۵ منډوپورې ورسوي . دافغان لوبډلي کپتان نوروزمنګل  دخپلې لوب ډلي له بیټنګ اوبالنګ ځخه خوښ خوله فیلډنګ ځخه  ناخوښ وو.نوموړي ویل که څه هم لوبه یې بایللي خوبیاهم خوښ دي او لوبه په زړه پورې اوترډیره حده ښه وه . منګل ویل که څه هم دایې دنړیوال کرکټ له مستقل غړي سره کوم چي ټیسټ کرکټ لوبه هم کوي لومړنۍ یوه ورځني لوبه ده خوکه موکه ورکړل شي اودنورلوبوزمینه ورته برابره شي کیداي شي تردې هم ښه ولوبیږي . نوموړي دشارجې له خلګواوچارواکو، لوبې ته له راغلوافغانانواوپاکستان کرکټ بورډڅخه مننه وکړه ، اوهیله یې څرګنده کړه چې په  راتلونکې پاکستان لوبډله له دوي سره په افغانستان کې دارنګه لوبې ترسره کړي . پاکستاني کپتان مصباح الحق افغان لوبډله وستایله اووې ویل چې په ډله کې ښه اوغوره لوبغاړي شته اوده  له وړاندي اټکل کړي وه چې افغان لوبډله به ښه لوبه ترسره کوي. دیادوني وړده چې لوبي ته دراغلوزرګونوافغانانوله لوري خپل ملي ټیم خوراپه تودو ناروبدرګه کیده  دافغانوپه لوړشمېرکډون سره داسي ښکاریده لکه لوبه چې  په شارجه کې نه بلکې دافغانستان په کوم کې ښار کې ترسره کیږي. شاهدخان افریدي دلوبي غوره لوبغاړي ونومول شو.

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x