افغانستان

«ملي امنیت ریاست بشري حقوق تر پښو لاندې کړل»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بشري حقوقو څارونکي وايي چې د افغانستان ملي امنیت ریاست د یو تنکي ځوان د ويډیو په خپرولو سره بشري حقوق تر پښو لاندې کړل.

تېره یکشنبه د ملي امنیت ریاست یوه ويډيو خپره کړه چې پکې یو ځوان دې اعتراف ته اړ شوی، چې سرتېری بریدګر دی خو دې بريد ته تر چمتوالي وړاندې پرې طالبانو جنسي تېری کړی دی.

د بشري حقوقو څارونکي وايي چې له حقوقي اړخه د داسې ويډيو خپرول د دې ځوان په حق کې ظلم دی، چې په دې توګه ملي امنیت ریاست بشري حقوق تر پښو لاندې کړي دي.

د افغانستان د بشري حقوقو کمیسیون یو غړي رفیع الله بیدا رسنیو ته ويلي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له لوري د دې ويډيو خپرول د دې ځوان او د هغه د کورنۍ عزت ته سخته ضربه ورکوي.

د بشري حقوقو څارونکي وايي څومره چې دوی د افغانستان د ملي امنیت د زندانونو له سختو شکنجو خبر دي، ښايي دا ويډيو د شکنجو او ځورونې په زور جوړه شوې وي او دغه ځوان دا ډول خبرو ته اړ ویستل شوی وي.

تر دې وړاندې هم ملي امنیت ریاست د ناسمو راپورونو له امله بښنې ته اړ شوی دی، چې څه موده وړاندې يې په هلمند کې د وژل شوي طالب قومندان پر ځای هم د بل کس د تصویر د خپرولو له امله بښنه غوښته.

طالبانو هم د یو دولتي مقام له لوري د داسې ويډیو خپرول د هغوی بشپړه کمزوري بللې ده، خو رسنیو ته يې ګواښ کړی چې که یو طرفه بې اساسه راپورونه خپاره کړي او د دوی په خبره د استخباراتې موخو لپاره وسیلې شي، نو د ملت له «محاسبې» سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی غلام.غوث .سرای شازادہ

پہ دومرہ افراطی تبلیغاتو اولہ منطقہ لیری پروپاگند باندی خودوی سخت رسوا اوشرمندہ سول.اکثرخلگ پوہ سول چی پج دی ادارہ کی سہ روان دی؟

احمد جاوید

دریغی داسې یو نر پیدا شوی وای او یا هم په همدې امنیت مولۍ کې یو داسې باشرفه مسلمان پیدا شوی وای چې لږ یې د خپلو جنایاتو څخه هم پرده اوچتولای. دوی پخپله په مظلوم ملت چې یا یې د طالب او یاهم ترهګر په نوم نیسي او بندي کوي یې، همدا ډول جنایتونه یعني جنسي تیري کوي. په دې کې شک نه وو چې دوی د امریکایانو غلامان دي خو په دې کې هم هیڅ شک نشته چې تر هغوی بدتره وحشي او د کفر لوړو مرتبو ته رسیدلي کسان دي. دا ټول د کمونیستي رژیم پاتې شوني… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x