fbpx

د مایکروسافټ براوزر هیک کړئ او جایزه وګټئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۸مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ په دې وروستیو کې د انټرنیټ اکسپلورر پر ځاي په یو نوی براوزر چې سپارټان (Spartan) نومول شوی کار کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ خپل د نوی براوزر یوه نسخه د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې کړی. د مایکروسافټ دغه براوزر به په رسمي او مکمل ډول له وینډوز ۱۰ سره به کاروونکو ته وړاندې شي.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي د دغې براوزر له وړاندې کولو مخکې په بروازر کې شته ټول امنیتي خنډونه او نیمګړتیاوې له منځه یوسي.

د امنیتي نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی که هر څوک وتوانید د دغې کمپنۍ دغه نوی براوزر هیک کړي نو نقدي جایزه به ورکول کیږي.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي خپل نوی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ او نور پروګرامونه له کوم امنیتي خنډ او نیمګړتیا پرته کاروونکو ته وړاندې کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې که هر څوک بریالی شي د دغې کمپنۍ نوی براوزر هیک کړي نو ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالر به ورته د جایزې په ډول ورکول کیږي.

د مایکروسافټ لخوا ټاکل شوی وخت د اپرېل له ۲۲مې څخه پیل شوی او د مې میاشتې په ۲۲مه به پای ته رسیږي. مایکروسافټ د مختلفو برخو هیک کولو لپاره مختلفې جایزې ټاکلي.

دا په داسې حال کې دی چې د اکاونټ یا براوزر له هیک کولو سره د هغې امنیتي ځانګړتیاوې په ډاګه کیږي او مایکروسافټ کمپنۍ غواړي په دې ډول ټول امنیتي نیمګړتیاوې له منځه یوسي تر څو وکولی شي کاروونکو ته د اعتماد وړ براوزر وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د